Acacia – آکاسیا

د نسل نوم یې (genus Acacia) ده، د ونو او بوټو ۱۶۰ ډولونه دي، د نخودو د کورنۍ فبېسیای (Fabaceae) په فرعي کورنۍ میموسو ایدیای (subfamily Mimosoideae) کې ډلبندي شوي. اصلي ځای یې معتدلې او نیمه معتدلې سیمې دي په ځانګړې توګه استرالیا چېرې چې (wattles) نوم ورته اخیستل کیږي او افریقا.
 
پاڼې یې په بیخ کې ازغي یا ازغیو ته ورته زیږوالی لري. د ګلانو سنبلچه یې یا استوانه اي او یا ګرده کروي وي، د ګلانو رنګ یې زېړ خو کله کله سپین رنګ کې هم پیدا کیږي. میوه یې سبزي ده او شکل یې په هر ډول کې توپیر لري. د میموسا نسل (genus Mimosa) سره ډېر نږدې تړاو لري او ډېر خلک د دواړو تر منځ توپیر نشي کولای.
 
د اکاسیا ځینې ډولونه اقتصادي ارزښت لري لکه د ګم اکاسیا (Gum acacia) علمي نوم یې (Acacia senegal) ده اصلي ځای یې سوډان ده او سریښ، درمل کې کارېدونکي توکي او د قلمونو رنګ ورڅخه جوړیږي. د اکاسیا د ساقې لاندې برخه کې زیات (tannin) موجود وي کوم چې په ډای رنګونو (dyes)، درمل توکو او د قلم رنګونو کې کاریږي. ځینې ډولونه یې د ترکاڼۍ لپاره ښه لرګی لري.

Picture By Melburnian – Own work, CC BY 2.5, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=2144044

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons