Adolphe-Théodore Brongniart – اډولف تیوډور برونیارت

د جنورۍ په ۱۴ نېټه، کال ۱۸۰۱، په پاریس کې زېږېدلی او د فېبرورۍ په ۱۸ نېټه، کال ۱۸۷۶، په پاریس کې مړ شوی. د فرانسې ګیاه پوه وو چا چې فوسیلي بوټي ډلبندي کړل او په بریالۍ توګه یې د فوسیلي بوټو له اوسنیو نسلونه سره اړیکه تشرېح کړه. اډولف تیوډور د عصري پالیو بوتاني یا د فوسیلي بوټپوهنې (paleobotany) بنسټګر ګڼل کیږي. د (angiosperm) مطالعه کې یې هم ګډون کړی – انجیوسپرم هغه بوټي، ونې او ګیاه ده چې ګلان یې تخم کوي او تخم یې په زړي کې وي.
 
په کال ۱۸۳۱ کې له رونې دې فونتین (René Desfontaines) سره د د پاریس ښار د طبیعي تاریخ په ملي موزیم (National Museum of Natural History) کې معاون شو او دوه کاله وروسته یې د رونې دې فونتین (René Desfontaines) ځای ونیوه او په همدې پوسټ یې تر پایه کار وکړ. په کال ۱۸۲۲ کې یې لیکنې خپرول پېل کړل په کومو کې چې د فوسیلي بوټو ډلبندي او خپرېدا تشرېح شوې وه. په کال ۱۸۲۸ کې یې (Prodrome d’une histoire des végétaux fossiles) کتاب خپور کړ او ورپسې یې د ۱۸۲۸–۳۷ کلونو تر منځ (Histoire des végétaux fossiles, 2 vol) چاپ شو.

Picture By Unknown – http://huntbot.andrew.cmu.edu/hibd/Departments/Archives/Archives-AG/Brongniart.shtml, Public Domain, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=31532890

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons