Adolf Engler – اډولف انګلر

بشپړ نوم یې (Gustav Heinrich Adolf Engler) ده. د مارچ په ۲۵ نېټه، کال ۱۸۴۴، د پروسیا په ساګن کې زېږېدلی کومه سیمه چې اوسمهال زاګن پولنډ ده او د اکتوبر په ۱۰ نېټه، کال ۱۹۳۰ د جرمني په بیرلین کې مړ شوی. د جرمني ګیاه پوه وو چا چې د بوټو په جغرافیه کې تجربه لرله او د بوټو د ډلبندي کېدو سیستم یې جوړ کړ.
 
انګلر په کال ۱۸۶۶ کې له (University of Breslau now Wrocław) پوهنتون څخه پي اېچ ډي ترلاسه کړه. له څلورو کلونو درس ورکولو وروسته په کال ۱۸۷۱ کې، په (Botanical Institute of Munich) کې د بوټو د را ټولې شوې ټولګې ساتونکی شو چېرې یې چې تر ۱۸۷۸ پورې دندې ته دوام ورکړ. په کال ۱۸۸۴ کې د (University of Kiel) پوهنتون د ګیاه پېژندنې پروفیسر او د ګیان پېژندنې د بڼ ریس شو. له ۱۸۸۹ تر ۱۹۲۱ پورې د (Berlin Botanical Garden, Dahlem) ریس وو له کوم څخه یې چې د نړۍ تر ټولو ښه د ګیاه پېژندنې بڼ جوړ کړ. په ۱۹۰۲، ۱۹۰۵، ۱۹۱۳ کې افریقا ته، او په ۱۹۰۵، ۱۹۱۳ کې هند او جاوا ته سفرونه وکړل.
 
انګلر د جرمني د ګیاه پېژندنې د جغرافې او د ګیاه پېژندنې ښه مدیر او لیډر وو. د ۱۸۸۷–۱۹۱۱ کلونو تر منځ یې (Die natürlichen Pflanzenfamilien – The Natural Plant Families) خپور کړی او خپرونه یې هم برخې برخې وه، د ۱۹۰۰–۳۷ کلونو تر منځ یې (Das Pflanzenreich – The Plant Kingdom) خپور کړی.

 

Picture by Door Foto: NYPL – Scan from copy in New York Public Library [1], Publiek domein, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=15089347

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons