Abdomen – بطن، ګېډه

د تنې لاندې برخه ده. پاسه دیافراګم پردې له سینې جلا کړی، لاندې د خاصرې لګن باندې پای ته رسېدلی او وروسته یې د شمزی تیر او د پښتیود هډوکو وروستۍ برخه ده کوم چې د لګن خاصره له هډوکو سره څو انچه فاصله لري. یو څنګ او بل څنګ د بطن غړي هډوکو محفوظ کړي، مخې خوا ته یوازې نرم نسجونه دي کوم کې چې پوستکی، مختلف ډوله شحم، پراخې شوې عضلې، د شحم بله طبقه، پېریټونیم یا پریتون شامل دي.
کله چې خواړه معدې ته ولاړ شي نو د بطن غړي په خوځښت پېل کوي کوم چې بطن ته مختلف شکلونه ورکوي. په ماشومانو کې دا شکل ممکن د پام وړ بهر ته وتلی شکل وي. کوم غټ وګړي چې ښه روغتیا لري ممکن بطن یې له خوړو وروسته داخل ته ننوتی شکل ولري او عضلاتي طبقه وښي. په زړو خلکو کې بطن بهر او داخل کې شحم لري. په اومیندواره ښځو کې له ۱۲ اوونیو وروسته بطن غټیږي.
د بطن د جوف اساسي غړي د هاضمې غړي دي. لکه معده، کلمې، ورسره تړلي مرغړي، ځیګر او پانقراس. کله چې یو انسان سیده څملي نو معدې موقیعت پاسه او چپ اړخ ته وي, که ودریږي نو موقیعت یې ډېر لاندې وي. ځیګر پاسه او ښي اړخ ته وي چې ډېره برخه یې د پوښتیو هډوکو پوښلې وي. پښتورګي دواړو اړخونو ته د شا دیوال سره وي. بطن خپلې سیمې لري لاندې انځور کې د هرې سیمې نوم وګورئ.
Abdominal Quadrant Regions
Abdominal Quadrant Regions By OpenStax

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons