Abdomen Diseases – د بطن ناروغۍ

بطن کې مختلف ډوله ناروغۍ رامنځته کیږي چې په دې کې زخم یا ټپ (ulceration)، عفوني کېدنه (infection) او پړسوب هم شامل ده. د بطن ناروغۍ ممکن په پېل کې ډېره چټکه او لنډمهاله (acute) وي او یا ممکن اوږدمهاله (chronic) وي. لنډمهاله چټکه ناروغۍ یې ډېر وخت په پریتون پرده کې پړسوب پیدا کوي.
 
بطن کې درد: په بطن کې درد ډېر وخت ناروغي تعریف شوې او په انګرېزۍ کې ورته (visceral pain) وایي مانا یې د ګېډې درد ده. د ګېډې درد ډېر وخت پاسه له معدې سره نږدې وي او سرچینه یې هم له معدې یا اثناعشر کلمې (duodenum) وي. کوم درد چې له نو سره چاپېره سیمه (umbilicus region) کې وي سرچینه یې له وړو کلمو (small intestine)، اپنډېکس (appendix)، او د غټو کلمو (large bowel) له پېل څخه وي. له دې لاندې برخه کې درد دغټو کلمو له پاتې برخې سرچینه اخلي. که چېرې د بطن ناروغ غړی د بطن پریتون پرده عفوني کړي او په پریتون پرده کې د سوځي پیدا کېدو لامل وګرځي نو درد ډېر سختیږي.
د درد مشخصات هم اړین دي ممکن درد ثابت وي کوم چې په سوزي پیدا کوونکې ناروغۍ کې او عفوني کېدو کې وي او یا هم غېرې ثابت درد وي کوم چې کلمو کې د ګاز جمع کېدو له وجې رامنځته کیږي.
 
پړسوب (swelling): په ښځو کې د بطن د پړسوب تر ټولو عامه وجه اومیندواره کېدل دي؛ په ناروغیو کې د بطن پړسوب ممکن په کلمو کې د موادو جمع کېدو له امله وي؛ په بطن کې جمع شوې مایع، جمع کېدو او پړسوب ته یې (ascites) وېل کیږي؛ بل لامل یې د بطن یو یا څو غړو غټېدنه ده چې د پړسوب لامل ګرځي.
 
قبضیت (Constipation): د غایطه موادو ناسمه یا نا بشپړ تېرېدنه ده. ځینې وخت یوازې د خېټې باد (flatus) تېرېدلی شي او غایطه مواد بهر نه وځي. قبضیت ډېر وخت د بطن پړسوب هم پیدا کوي. د قبضیت په اړه نور مالومات به د قبضیت په تعریف کې ولولو.
 
زړه بدوالی او کانګې (Nausea and vomiting) : ممکن د معدې د نا ارامۍ له وجې وي او یا هم کلمو ته د بندېدو له وجې او په دوامداره توګه ناپاکه وي. له دې پرته که بدن سخت درد ولري او یا هم د سفر له امله د معدې غبرګون کانګې کول او یا زړه بدوالی وي
 
نس ناستی یا اسهال (Diarrhoea): د ساده او عامو مکروبون له امله پیدا کیږي. کله چې خواړه چټل وي د اسهال یا نس ناستی لامل ګرځي. خو که چېرې دوامداره وي او یا هم له ځان سره وینه ولري نو د سختې ناروغۍ ښودونکی ده وروسته به یې په تفصیل سره تعریف ولولو.
 
زېړ زېړی (Jaundice): د سترګو او پوستکي زیړ رنګه کېدو ته وایي او لامل یې ممکن په ځیګر یا هم هغه ټیوبونو (bile duct) کې ناروغي وي کوم چې له ځیګر او پانقراس څخه صفرا اثنا عشر کلمې (duodenum) ته لېږدوي. اثنا عشر کلمه د وړې کلمې پېل ته وایي.
 
تشخیص او درملنه (Diagnosis and treatment): ډېر وخت د بطني ناروغیو تشخیص ستونزمن وي او لامل یې په خېټه کې زېات بطني غړي، د غړو بې ثباته موقیعت او مبهم علایم دي. سم تشخیص یې تجربې ته اړتیا لري او د تشخیص لپاره یې ډېر وخت ازموینې تر سره کیږي لکه الټراسونډ (ultrasound) او له همدې امله کوم خلک چې بطني ناروغي پیدا کړي باید سم دلاسه یې درملنه وکړي په ځانګړې توګه هغه ناروغي چې دوامداره او سخته وي او یا هم له ساده درملنې سره مقاومت کوونکې وي. د ښوونځي په ماشومانو کې دا وضعیت لږ توپیر لري او تقریبا ۱۰% ماشومان ډېر وخت د خېټې له درد څخه شکایت کوي که چېرې لامل یې پیدا نشي نو ممکن د تشویش او سټرس له وجې درد وي.
Blausen 0316 DigestiveSystem
Blausen 0316 DigestiveSystem By Brucebaluce  Blausen.com staff (2014). “Medical gallery of Blausen Medical 2014

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons