Abnormality – بې نظمي، غېرې عادیتوب

بې نظمي، غېرې عادیتوب، غېرې عادي وضعیت، غېرې طبيعي خاصیت ته وایي. نورې ماناګانې او تعریفونه یې لاندې وګورئ
 
په اروا پوهنه کې
abnormality
چلند ښي او هغه چلند ته وېل کیږي چې نورمال نه وي.
Models of abnormality
هغه وړاندیز شوې فرضیه یا وړاندیز شوې تشرېح ده چې د اروا پوهنې د غېرې نورمال چلند د طبیعت په اړه وي
 
په فزیولوجي او طب کې
Chromosome abnormality
کروموزومي بې نظمي
د یو یا څو کروموزمونو په شمېر یا جوړښت کې غېرې عادیتوب
Congenital abnormality
مورزادي بې نظمي
د زېږون له وخت څخه په انسان کې موجوده بې نظمي
Craniofacial abnormality
د مخ او سر غېرې عادیتوب
د مخ او سر په اسکلیټ او عضلاتو کې مورزادي بې نظمي
Tooth abnormality
د غاښونو بې نظمي یا غېرې عادیتوب
د غاښونو ناروغي کومه چې انسان کې مورزادي وي
Jaw abnormality
د ژامې یا زامې بې نظمي
د ژامې ناسم جوړښت ته وېل کیږي
Musculoskeletal abnormality
اسکلیټي او عضلاتي بې نظمي یا غېرې عادیتوب
د اسکلیټ او عضلاتو مورزادي ناسم جوړښت
Gait abnormality
د ګرزېدو یا قدم وهلو بې نظمي یا غېرې عادیتوب
د قدم وهلو له نورمال طریقې څخه انحراف ته وایي
Multiple abnormalities
هغې مورزادي بې نظمۍ یا غېرې عادیتوب ته وایي کوم چې په اساسي توګه د بدن د یو سیستم یا د یوې ناروغۍ د بهیر یا پروسې له مخې نشي تشرېح کېدای.
 
په میوزیک کې
Abnormality
د امریکا د ماساچوسېټس ایالت په بوسټون کې د میوزیک یوه ډله ده

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons