Abrasion – ګرول شوی، ګرېدلی، شړېدلی

په طب کې (Abrasion) هغه ټپ ته وایي چې پوستکي ته له کم زېان اوښتو رامنځته شوی وي په عامه پښتو کې ګرېدلی او یا شوګارې شوی ګڼل کیږي. پوستکی له درې طبقو جوړ شوی چې بهرنۍ طبقه (epidermis)، منځنۍ طبقه (dermis) او داخلي طبقه یا لاندینۍ طبقه (hypodermis) ده. ګرول شوی یا شوګارې شوی ټپ (abrasion) له بهرنۍ طبقې (epidermis) ژور نه وي. له (laceration) ټپ څخه یې خطر او ټپ کم وي. که وینه جریان پیدا نکړي د (Mild abrasions, grazes or scrapes) په نومونو یادیږي خو که چېرې د پوستکي ټوله طبقه لرې شوې وي د (avulsion) نوم ورته اخیستل کیږي.
 
د ټپ درجې
A first-degree abrasion
یوازې د پوستکي بهرنۍ طبقه کې ټپ وي یا پوستکی لږ ګرول شوی وي
A second-degree abrasion
د پوستکي بهرنۍ طبقې کې ټپ وي خو منځنۍ طبقې ته هم زېان رسېدلی وي او ممکن په کمه اندازه وینه جریان پیدا کړي
A third-degree abrasion
په دې ډول ټپ کې د پوستکي لاندې طبقې (subcutaneous layer) ته هم زېان اوښتی وي او د ټپځای پوستکي ته (avulsion) نوم اخلي
 
درملنه
لمړی باید ټپ پاک شي، له پاکېدو وروسته باید انتیبیوتیک لکه (neomycin or bacitracin) پرې وکارول شي تر څو له عفوني کېدو وژغورل شي او د ټپ ځای نرم وساتل شي. د ټپ پوښل ګټور دي ځکه چې له وچېدو یې ژغوري او د ټپ نرم ساتل د ټپ په رغېدو کې مرسته کوي. که چېرې ټپ درد کوي نو انلجیزیک لکه (lidocaine or benzocaine) پرې کارېدلی شي خو که ټپ ډېر ستر وي نو سیستماتیک انجلزیک ته اړتیا لري. د ټپ ځای باید لمر ته څرګند نشي کنه د دایمي (hyperpigmentation) لامل کېدای شي.
 
 
نورې ډېرې ماناګانې هم لري
 
طبي مانا
Abrasion (medical)
د پوستکي ګرېدو، یا سر سري ټپي کېدو ته وایي. د پوستکي یا مخاطي غشا ټپي کېدو ته وایي. دا ډول ټپ وړوکی وي خو مکروب د دې ټپ له لارې بدن ته داخلېدای شي.
Abrasion (dental)
د غاښونو جوړولو پورى تړلو چارو کې مانا
د بهرني عامل د فشار له امله د غاښ جوړښت له منځه تللو ته وایي لکه د بورس وهلو د فشار له امله، د ځینې غاښیزو کریمونو سره د غاښونو د اړیکې له امله او داسې نور…
Abrasion (mechanical)
میکانیکي یا له ماشینونو سره تړلې مانا
د یوه تراشونکي اغیز ته وایي کوم چې ګرېدلې برخې هواروي او یا سطحه لرې کوي
Abrasion coast
پیچومی لرونکې یا دېوال ته ورته سمندر غاړه
هغې سمندر غاړې ته وایي چې څپو له سمندر غاړې توکي لرې کړې وي او د پیچومي یا دېوال شکل یې ورکړی وي
Abrasion on hand 20050906
Abrasion on hand By Berteun

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons