Abscess – دانه – مرداردانه

مردار دانه د ریم (pus) راغونډېدو ته وایي کومې چې د بدن د نسج په داخل کې راغونډې شوې وي. علایم یې پړسوب، سوروالی او درد ده. د سوروالي سیمه د پړسوب له برخې ډېره خپره شوې وي. دوه ډوله یې (Carbuncles and boils) د وېښتو فولیکول (hair follicles) هم پکې شاملوي یا عفوني کوي. د باکتریا له امله پیدا کیږي او یوازې په یوه دانه کې مختلف ډوله باکتریا موجودې وي. تر ټولو عامه پکې موجوده باکتریا د (methicillin-resistant Staphylococcus aureus) په نامه یادیږي. ډېر کم وخت پرازیت د مرداردانې لامل ګرځي. که چېرې تشخیص یې روښانه نه وي نو د الټراسونډ انځوریزه ازموینه یې ګټوره ده. که چېرې له مقعد سره نږدې وي نو کمپیوټري ټوموګرافي (computer tomography CT) یې اړینه ده تر څو د بدن ژوره برخه کې مکروب وکتل شي.
 
معیاري درملنه یې پرې کوونه او تخلیه ده. له تخلیه کولو وروسته باید سم دلاسه په ګاز (gauze) وتړل شي تر څو یې درملنه ژر ممکنه شي او بېرته د اوبو پټېدو مخه ونیول شي. په ستنه یې اوبه وېستل ډېر وخت کافي نه وي.
Five day old Abscess
Five day old Abscess By Amrith Raj

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons