Placenta praevia

کله چې پلاسنټا د رحم له غاړې سره نږدې او یا له پاسه وصل وي. علایم یې د اومیندوارۍ د مودې د دوېمې برخې نیمه کې له فرج څخه د وینې جریان دی، د وینې رنګ روښانه سور وي او د درد احساس پکې نه وي. ممکن د اولاد له پیدا کېدو وروسته د وینې جریان پیدا شي، د ښځې د وینې فشار په خطرناکه توګه کم شي او په جنین کې د ودې کولو مخه نیول کیږي. تشخیص یې په الټراسونډ کیږي. کومې ښځې چې له دې حالت سره مخ شي او د اومیندوارۍ موده یې تر ۳۶ اوونیو څخه کمه وي د ارام کولو سپارښتنه ورته کیږي او د خپل ژوند له ملګري سره د جنسي اړیکې له نیولو منع کیږي، او (corticosteroids) ورکول کیږي تر څو د کوچني د سږو وده چټکه کړي. که چېرې د اومیندوارۍ عمر یې له ۳۶ اوونیو زېات وي او یا د پام وړ وینه ترې بهیږي د عملیات له لارې د اولاد د زېږونې سپارښتنه ورته کیږي.

Picture By Vasaprevia.jpg: Sigrid de Rooijderivative

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons