Acanthaceae – اکانتاسیای

د نعنا په لامیالس ډله (mint order Lamiales) کې د ګل کوونکو بوټو په ۲۴ کورنیو کې یوه کورنۍ ده، تقریبا ۲۲۰ نسلونه پکې شامل دي کوم چې تقریبا ۴۰۰۰ ډولونه لري، د نړۍ په معتدله او نیمه معتدله سیمو کې پیدا کیږي. د دې کورنۍ زیات غړی واښه او یا واړه بوټي دي خو تاکونه او ونې هم پکې شاملې دي. په هغو سیمو کې ښه شنه کیږي چې سمندر سره سیندونه پکې یو ځای شوي وي، په هغو سیمو کې چې اوبه کمه وي هم شته خو تر ټولو زیات په اوبه لرونکو مرطوبو ځنګلونو کې شنه کیږي.
 
د اکانتاسیای د کورنۍ غړي خپلمنځ کې ځینې نړیوالې شریکې ځانګړنې هم لري لکه مخالف لور ته جوړه شوې پاڼې، سیستولیټونه (cystoliths) یا غټې شوې او پراخه شوې حجرې کوم کې چې د کلسیم کاربونیټ یو ډول کرسټال موجود وي، د نر او ښځې ځانګړنه لرونکي ګلان (bisexual flowers)، ګلان یې ډېر وخت د ګل لاندې په وړو پاڼو پوښل شوي وي. ځینې ډولونه یې په ګل بڼ کې د ښکلا د بوټو په توګه پلورل کیږي.

Picture By Marshman at English Wikipedia / Eric Guinther

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons