Alfalfa – رشقه

د ډول علمي نوم یې میدیکاګو ساتیوا (Medicago sativa) ده، په انګرېزۍ کې ورته (lucerne or purple medic, perennial) نومونه هم اخلي، شوتلې (clover) ته ورته د نخودو په فاباسیای کورنۍ (family Fabaceae) کې د سبزۍ بوټی ده. په بنسټیزه توګه د څارویو د څرولو لپاره، د ژمي لپاره د وچو وښو په توګه د ساتلو لپاره کرل کیږي. د اوبو له کمښت یا وچکالۍ، تودوخې او سړو سره مقاومت لري او د پام وړ ښه تولید لري. د ځمکې د ښه والي لپاره یې کرنه اړینه ده تر څو ځمکه وپوښي او له دې پرته د شنې سرې په توګه هم کاریږي.
 
د نبات قد یې له ۳۰ تر ۹۰ سانتي متره پورې لوړیږي. کله چې د نبات ساقه ګۍ یا ډنډری وده کوي وړې درې پاڼې لرونکې څانګې ترې شنې کیږي، د دې وړو څانګو له سرونو د ګلانو غنچې وده کوي. په کومو سیمو کې چې هوا لمریزه وي، په منځنۍ کچه هوا توده او وچه وي، ګرده ټولونکې او خپرونکې حشرې لکه د شاتو مچۍ او داسې نورې موجودې وي په داسې سیمو کې رشقه یوه غوزه تولیدوي چې له دوه تر اتو یا زیات شمېر تخم پکې موجود وي. لکه د نورو د نخودو د بوټو په څېر رشقه (rhizobia) د خپلو ریښو په غوټو کې ځای کوي او له همدې لارې خاورې ته نایترجن ورکوي کوم چې وروسته نور بوټي د ځان د تغذیې لپاره کاروي. که چېرې رشقه د ځمکې د پوښلو لپاره یا هم د تناوبي کرنې په توګه ورکرل شي نو خاوره تغذیه کوي او د ترکیبي سرو د کارونې اړتیا کموي.
 
د رشقې ریښې کولای شي په خاوره کې ژورې وغزیږي. تر اوسه پورې د رشقې د ۲۰ کلن بوټي ریښې تر پنځلس متره پورې غزېدلې مطالعه شوي او له همدې امله رشقه کولای شي له وچکالۍ یا د اوبو له کمښت سره مقاومت وکړي. کله چې ورېبل شي له رېبلو وروسته د پام وړ چټکتیا سره بېرته وده کوي. یوازې په یو فصل کې تر ۱۳ ځلو پورې رېبل کېدای او بېرته وده کولای شي خو وده او رېبل یې د سیمې د فصل د مودې له اوږدوالي سره تړاو لري په ځینو سیمو کې چې هوا ژر بدلیږي د فصل موده یې ممکن لنډه وي. له دې پرته یې وده د لمر د وړانګو له شتون، اوبه کولو او باران سره هم تړاو لري. په رشقه کې د ژو لپاره ۱۶ % پروتین او ۸ % منرالونه شته وي.
 
لکه د نورو بوټو په څېر په رشقې هم د اقلیم بدلون، ناروغۍ یا افتونه او حشرې برید کوي او تر ټولو زیات پېژندل شوي برید کوونکي (winterkill, bacterial wilt disease, alfalfa weevil, lugus bugs, grasshoppers, spotted aphids, and leafhoppers) دي.

Picture by Elekes Andor – Own work, CC BY-SA 4.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=49331700

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons