African cypress – د افریقا سایپرس

د نسل نوم یې ویډ رینګ ټونیا (genus Widdringtonia) ده، په دې نسل کې څلور ډوله مخروطي ونې او بوټي (coniferous trees and shrubs) شامل دي، د کورنۍ نوم یې کوپرېساسیای (family Cupressaceae) ده، اصلي ځای یې د افریقا سوېل ده. ځینې ډولونه یې په دوامداره توګه معطره لرګي تولیدوي کوم چې سیمه ایز ارزښت لري.
 
د افریقا سایپرس غټې لرګي لرونکې ونې دي، کال دولس میاشتې شنې پاڼې لري، پاڼه یې برعکس لوري کې جوړه لري، لوړوالی یې له ۵ تر ۲۰ متره پورې رسیږي، که پاڼې یې ځوانې وي تاو شوي شکل کې سره ترتیب وي خو کله چې بشپړ وده وکړي جوړه شوې شکل کې سره ترتیب وي. تخم ته یې د (cone) نوم اخلي او تر هغه وخت پورې بې حاصله پاتې کیږي تر څو په ځنګل کې اور نه وي لګېدلی. کله چې ځنګل کې اور ولګېږي نو تودودخه یې زړي خلاصوي او په اور باندې په پاکه شوې یا سوزول شوې ځمکه وده کوي. له اور سره ډېرې حساسې ونې دي او په لوند چاپېرېال کې وده کوي له اور څخه یې ساتنه کیږي.

 

Picture by The original uploader was Amanita Phalloides at German Wikipedia. – Transferred from de.wikipedia to Commons., CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=7928565

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons