Accelerator – ربړ ګرمونکي کیمیاوي توکي

په انګرېزۍ کې (Accelerator) چټکونکي ته وایي چې په چاره یا بهیر کې چټکتیا یا سرعت رامنځته کوي خو د ربړ په صنعت کې هر هغو کیمیاوي توکو ته وېل کیږي چې د ربړ ګرمېدل په کمه تودوخه کې ممکن کوي او یا د ژر ګرمېدو لامل ګرځي. د مرکباتو زېات کلاسونه د ربړ ګرمونکو په توګه کار کوي خو تر ټولو اړین توکي سلفر او نایتروجن لرونکي دي، په ځانګړې توګه له بنزوتیازول (benzothiazole) څخه ترلاسه شوي توکي.
 
د القلي د وسپنې ترکیبونه په کال ۱۸۴۴ کې د چارلز ګوډ ییر (Charles Goodyear) په طریقه کې د ربړ د ګرمونې لپاره وړاندیز شوي. همداسې مګنیزیم اوکسایډ، زینک اوکسایډ او د سرب کاربونېټ د ۲۰ پېړۍ تر پېل پورې کارېدل خو کله چې انیلین (aniline) کشف شول کارېدنه یې بنده شوه. انیلین سره له دې چې زهري وو د څو کالو لپاره وکارېدل، وروسته تیوکاربانیلید (Thiocarbanilide) چې تر انیلین کم زهري وکارېدل او په کال ۱۹۲۵ کې د دې ټولو ځای (mercaptobenzothiazole MBT) ونیوه.
 
د ګرمولو په بهیر کې ګرمونکي توکي سلفر په داسې ترکیب بدلوي کوم چې له ربړ سره ژر عکس العمل ښي او یا ممکن ګرمونکي کیمیاوي توکي لمړی ربړ داسې شکل ته بدلوي له کوم سره چې سلفر ډېر ژر یو ځای کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons