Acetaminophen – اسیټامینوفېن

بل نوم یې پراسېټامول (paracetamol) ده او سوداګریز نومونه یې (Tylenol, Tempra, and Panadol) دي، درمل دي کوم چې د نرم درد لپاره کاریږي لکه د سر درد، دعضلاتو درد، په مفصلونو کې درد همداسې د تبې د کمولو لپاره هم استعمالیږي. اسیټامينوفېن د اسیټینیلایډ (acetanilide) او فیناسيټن (phenacetin) لوی (عمده) مټابولايټ (metabolite) ده. دواړه د درد ارامونکي (analgesic) دي. کله چې دا درمل وخوړل شي د مغز د تودوخې په تنظیم کوونکي مرکز باندې عمل کوي او له همدې لارې بدن کې تبه کموي. اسیټامینوفېن درمل د مرکزي مغز د سیستم په پروستاګلاندین ترکیب (prostaglandin synthesis) کې اوسي.
 
په معده اوکلمو کې د اسپیرین په پرتله کم زېان رسونکی اغیز رامنځته کوي خو له خپلې کچې زېاته کارونه یې جګر له منځه وړلای شي او د مرګ لامل ګرځېدای شي. د اوږدمهاله لپاره کارونه کې د اسیټامینوفېن په پرتله اسپیرین بې خطره دي. اسیټامینوفېن د هورمون اختلال کوونکې (hormone disruptor) هم ګڼل کیږي. که چېرې د اومیندواری پر مهال وخوړل شي نو په اولاد کې د عصبي ناروغیو او یا د چلند بې نظمۍ لامل ګرځېدای شي.
 
metabolite
یوه ماده چې په میټابولیزم کې جوړیږي او یا د میټابولیزم لپاره اړینه وي
acetanilide
یو جامد کریسټالین ده چې د رنګ په تولید کې کاریږي پخوا په تېراپي کې د اسپیرن د بدیل په توګه هم کارېده.
phenacetin
په تېراپي کې د اسیټینیلایډ بدیل درمل وو. یو مصنوعي ترکیب ده چې د درد ارامولو او د تبې کومولو لپاره کاریږي.
analgesic
درد ارامونکي درمل
prostaglandin
ټول د حلقوي غوړو اسیدو ترکیبونه کوم چې مختلف هورمون ته ورته اغیزونه لري په ځانګړې توګه د رحم انقباض
gastrointestinal
هر هغه څه چې له معدې او کلمو سره تړاو لري
hyperkinetic
داسې فعال چې غېرې طبیعي وي، له کچې زېات فعال، دومره فعال چې کنټرول یې نا ممکنه وي, عصبي ناروغ
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons