Acetanilide – اسیټینیلایډ

مصنوعي عضوي ترکیب ده، په کال ۱۸۸۶ کې یې کارېدنه په تېراپي کې د تبې کمونکي درملو په توګه پېل شوه او له کارېدو څه موده وروسته یې د درد کمونه هم کشف شوه. کله یې چې د درد ارامونې ځانګړتیا وپېژندل شوه نو د اسپرین بدیل شو او د سر درد، د ښځو د میاشتینۍ ناروغۍ (menstrual cramps) د درد لپاره او روماتیزم (rheumatism) لپاره تر ډېرو کلونو کارېده. اوږدمهاله کارونه یې زهري اغیز لري، د هیموګلوبین (hemoglobin) په فعالیت کې مداخله کوي. په بدن کې یې ډېره برخه په اسیټامینوفېن بدلیږي کوم چې وروسته د اسیټینیلایډ بدیل درمل شول ځکه چې اسیټامینوفېن په کمه کچه د وینې د بې نظمۍ لامل ګرځي.
 
hemoglobin
یو سور پروتین ده کوم چې د شمزي لرونکو په وینه کې د اکسیجن د انتقال مسولیت په غاړه لري، مالیکول یې څلور فرعي برخې لري، هره برخه یې د وسپنې یو اتوم لري کوم چې د هام له یوه ګروپ (heme group) سره وصل وي
rheumatism
هره هغه ناروغي چې تشخیص یې په عضلاتو، مفصلونو او فایبري نسجونو کې له درد او پړسوب څخه کیږي
menstrual cramps
د میاشتینۍ ناروغۍ پر وخت عضلاتي درد
cramp
د عضلاتو درد
menses
د ښځو میاشتینۍ ناروغي
menstruation
په ښځو کې د میاشتینې ناروغۍ پر مهال د وینې او نورو توکو د بهېدو بهیر ته وایي کوم چې د رحم له استر یا داخلي پوښ څخه بهر ته وځي.
menstrual
هر هغه څه چې د ښځو له میاشتینۍ ناروغي سره تړاو لري

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons