Accidental death – په پېښه کې مړينه

هغه غېرې معمولي مرګ ته وایي چې لامل یې پېښې لکه ټکر، ښوییدنه، غورزېدنه، ترافیکي پېښې یا په تصادفي توګه زهري کېدل وي. په پېښه کې مړينه د طبیعي لاملونو له مرګ سره لکه زیات عمر، ناروغۍ او قصدي مرګ (intentional deaths) سره لکه قتل (homicide)، خودکشي (suicide) او د جګړې له مرګ سره توپیر لري. ډېرو خلکو چې نور وژلي د خپلې دفاع لپاره یې خپله کړنه پېښه ګڼلې خو چې کله څېړنو د پېښې لامل د کس غفلت موندلی بیا هم مجرم ګڼل شوی. ډېر د پېښې مرګونه د پېښې مرګ نه ګڼل کیږي بلکې بېغوري، د خلکو بد چلند او بې عقلي یې لامل ګڼل کیږي. په ځینې ملکونو کې حکومتونه د ناڅاپه یا غېرې طبیعي مرګ په اړه څېړنه کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons