Accommodation – د لید د ځواک بهیر

هغه بهیر ده په کوم کې چې د شمزي لرونکو سترګه (vertebrate eye) د لید ځواک (optical power) کې بدلون راولي تر څو انځور روښانه وویني او یا هم کله چې د توکو واټن کې توپیر راځي په توکو تمرکز وکړي. په دې بهیر کې د هر وګړي لپاره واټن توپیر کوي. اکومېډېشن د غېرې ارادي عکس العمل په څېر فعالیت کوي خو په خپله خوښه دا بهیر د کنټرول وړ هم ده.
تی لرونکي، مرغان، خاپورټ یا خزنده ګان د خپلو سترګو د (ciliary body) په ذریعه د انعطاف وړ لینز (elastic lens) په شکل کې توپیر راولي تر څو د خپلو سترګو د لید ځواک کې توپیر رامنځته کړي. په انسانانو کې د لید ځواک تر ۱۵ ډایوپټر (dioptres) پورې ده. ډایوپټر د سترګې د لینز د لید د ځواک د اندازه کولو واحد ده. کبان او دوه ژواکي د سخت لینز (rigid lens) او د سترګې په شبکیه (retina) کې د عضلې په ذریعه واټن پیدا کوي تر څو د لید ځواک کې توپیر راولي.
څومره چې د انسان عمر زیاتیږي د لید د ځواک پراخوالی یې کمیږي. کله چې انسان ۴۵ کالو ته ورسیږي نو د سترګو د لید ځواک یې په لرې واټن کې کمزوری او نږدې واټن کې ښه وي او کله چې دا ډول حالت پېښ شي د سترګو ناروغ ته (presbyopic) وایي. کوم کسان چې (emmetropic) دي د نږدې لید لپاره د عینکو مرستې ته اړتیا لري، کوم کسان چې (myopic) دي د لرې واټن عینکو مرستې ته اړتیا لري پورته دواړه یاد شوي کسان کوم سمون ته اړتیا نلري او یوازې د عینکو مرسته یې کافي ده خو کوم کسان چې (hyperopic) وي د لرې واټن او نږدې لید لپاره د لید سمون ته اړتیا لري. کله چې د سترګو پوپیل مرغړی (pupil) غټ شي دا علایم ورسره راپیدا کیږي. د سترګو د لید ځواک کې کمی کوم چې د عمر له زیاتوالي سره تړاو لري د ۴۰ تر ۵۰ کلنۍ پورې په کمه روښنایي کې یې د لید ځواک تر ۲ ډایوپټر پورې وي او په نږدې توکو باندې سم تمرکز نشي کولای کله چې عمر ۷۰ ته ورسیږي د لید ځواک یې په کمه روښنایي کې تر ۱ ډایوپټر پورې کمیږي.
 
د (Accommodation) نورې ماناګانې
Accommodation (dwelling)
استوګنځای یا کور
holiday accommodation
لنډمهاله د تفریح استوګنځای
Reasonable accommodation
حقوقي رشته ده کومه چې د مذهبي لږکیو او یا معیوبینو د حقوقو ساتنه کوي
Accommodation (religion)
د عیسویانو په مذهب کې د اصولو نوم ده
Accommodationism
هغه قضایي تفسیر چې کلیسا او دولت یې په پام کې نیولي وي
Accommodation (law)
یوه حقوقي اصطلاح ده چې د متحده ایالتونو د قرارداد په قوانینو کې کاریږي
Accommodation (geology)
په جیولوجي کې د رسوب لپاره موجود یا شته ځای ته وایي
Accommodations
یو تخنیک ده د کوم له مخې چې معیوبینو ته زده کړې ورکول کیږي
Communication accommodation theory
له نورو خلکو سره د فعل او انفعال له امله د ژبې چلند کې کم یا زیات د بدلون بهیر ته وایي
PS Accommodation
د بخار په ذریعه تګ کوونکې بیړۍ ده چې یو کاناډایي (John Molson) جوړه کړې
Accommodation (PSF)
Accommodation (PSF) By Zirguezi

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons