ACE inhibitor

د (angiotensin-converting-enzyme inhibitor) لنډیز ده، په اساسي توګه د لوړ فشار (hypertension or elevated blood pressure) او د زړه د کمزورتیا (congestive heart failure) لپاره کاریږي. په انګرېزۍ کې (congestive heart failure) د زړه داسې کمزورتیا ته وایي د کومې له امله چې په سږو کې او د بدن په نسجونو کې مایع پیدا کیږي. د درملو دا ګروپ د وینې په رګونو کې ارامتیا پیدا کوي او د وینې حجم کې کموالی راولي کوم چې د ټیټ فشار لامل ګرځي او له زړه څخه د اکسیجن په غوښتنه کې کمی رامنځته کیږي. تر ټولو زیات نسخه شوي ډولونه یې ( benazepril, zofenopril, perindopril, trandolapril, captopril, enalapril, lisinopril, and ramipril) دي.
طبي کاردنګ یا کاروېدنه
په اساسي توګه یې کارونه د لوړ فشار لپاره تصدیق شوې وه، د لوړ فشار لپاره یوازې او یا له نورو هغو درملو سره د ترکیب په توګه کاریږي چې د لوړ فشار ضد درمل وي. وروسته یې کارونه د زړه او پښتورګو د ناروغیو لپاره هم ګټوره ثابته شوه.
 
په زړه او پښتورګو کې د
Acute myocardial infarction (heart attack)
د زړه حملې
Cardiac failure (left ventricular systolic dysfunction)
د کافي فعالیت لپاره د زړه ناتواني
Kidney complications of diabetes mellitus (diabetic nephropathy)
پر پښتورګو د دیابت اغیز او یا په پښتورګو کې له دیابت څخه پیدا شويو عوارضو
لپاره کاریږي.
 
د زړه د ناروغیو په درملنه کې (ACE inhibitor) درمل د اول خط درمل ندي او معمولا له نورو درملو سره کاریږي په ځانګړې توګه که ناروغ دیابت ولري. دا درمل (fixed-dose combination drugs) دي په دې مانا چې دوه یا زېات فعال ترکیبي اجزا لري لکه (ACE inhibitor and thiazide combinations). همداسې (ACE inhibitor) د پښتورګو اوږدمهاله ناکافي فعالیت (chronic kidney failure) او (systemic sclerosis) لپاره هم
کاریږي
 
بد اغیز
بد اغیز یې د وینې غېرې عادي ټیټ فشار (hypotension)، ټوخېدل، سر درد، هایپر کالیمیا یا د وینې په سیرم کې د پوتاسیم لوړوالی (hyperkalemia)، نا راسته کېدل، ستړیا، زړه بدوالی، نا څاپه د پښتورګو لنډمهاله بې فعالیتي (renal impairment) ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons