Acetylcholine – اسیټل کولین

عضوي کیمیاوي توکي دي چې د انسانانو په شمول د ډېرو ژو په مغز او بدن کې د (neurotransmitter) په توګه فعالیت کوي – یو کیمیاوي پیغام چې د یوې عصبي حجرې لخوا پرېښودل کیږي تر څو نورو عصبي، عضلاتي او د مرغړیو حجرو ته سګنال ولېږدوي. نوم یې له کیمیاوي جوړښت څخه اخیستل شوی. د اسټیک اسیدو او کولین (acetic acid and choline) یو استر ده. د بدن کوم غړي چې (acetylcholine) کاروي او یا ترې اغیزمن دي د کولینرجیک (cholinergic) په نامه یادیږي. کوم توکي چې د (acetylcholine) په فعالیت کې مداخله کوي د (anticholinergics) نوم ورته اخیستل کیږي. دا توکي د عصبي سیستم د (motor neurons) لخوا پرېښودل کیږي تر څو عضلات فعال کړي. کوم درمل چې په (cholinergic systems) اغیز کوي کولای شي بدن فلج کړي. په خود مختاره عصبي سیستم (autonomic nervous system) کې هم د (neurotransmitter) په توګه کار کوي.
 
neurotransmitters
اینډو جېنس کیمیاوي توکي دي کوم چې (neurotransmission) ممکن کوي. یو ډول پیغام رسونکي کیمیاوي توکي دي چې په (chemical synapse) کې سنګال انتقالوي.
synapse
د دوه عصبي حجرو تر منځ د وصل کېدو نقطې ته وایي.
 
autonomic nervous system
خود مختاره عصبي سیستم
په دوه برخو وېشل شوی چې یوه برخه یې (sympathetic nervous system) او بله برخه یې (parasympathetic nervous system) ده. خود مختاره عصبي سیستم په بدن کې پرته له ارادې فعالیت کوي. اساسي دنده یې تیښته یا مقاومت (fight or flight) ده. سمپاتیټیک عصبي سیستم د پارا سمپاتیټیک عصبي سیستم متمم یا بشپړونکی ګڼل کیږي کوم چې بدن تغذیې، د مثل تولید، ارام او هاضمې ته هڅوي. دنده یې د زړه ضربان کې زېاتوالی راوستل، د برانکای تونلونه پراخول (bronchial passages)، د غټې کلمې خوځښت کې کمی رامنځته کوي، د وینې رګونه تنګول (constrict blood vessels) دي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons