Acetylcysteine – اسیټل سیسټین

د (N-acetylcysteine NAC) په نامه هم پېژندل کیږي. د پراستامول له کچې زیاتې کارونې د درملنې لپاره کاریږي، او کوم کسان چې د (cystic fibrosis or chronic obstructive pulmonary disease) په ناروغیو اخته وي په دې کسانو کې د ډبل بلغم د نرمولو لپاره کاریږي. په رګ کې ورکول کیږي (taken intravenously)، د خولې له لارې خوړل کیږي، او یا د ساه اخیستنې له لارې تنفس کیږي او ځینې خلک یې د خوړو په رژیم کې د رژیم د بشپړتیا لپاره کاروي.
 
که د خولې له لارې وخوړل شي عام بد اغیز یې زړه بدوالی او کانګې کول دي، پوستکی ممکن سور شي او بخار پیدا کړي. او ممکن د (anaphylaxis) غېرې ایمني ډول هم رامنځته شي ډېر پام مو وي چې انافیلکسیس د مرګ لامل ګرځېدای شي. د اومیندواره ښځو لپاره کوم زیان نلري.
 
که چېرې پراستامول له کچې زیات کارول شوې وي نو دا درمل په بدن کې د ګلوتاتیون (glutathione) کچه لوړوي کوم چې یو انټي اکسیډنټ (antioxidant) ده او د پراستامول زهري تولید په بدن کې خنثی کوي. که چېرې د ساه اخیستنې له لارې تنفس شي د (mucolytic) په توګه کار کوي او له سږو څخه د بلغم په پاکولو کې مرسته کوي.
په کال ۱۹۶۰ کې د اسیټل سیسټین د اختراع د حق ثبت شوی خو د کارونې جواز یې په ۱۹۶۸ کې صادر شوی.
 
Anaphylaxis
یو جدي د حساسیت عکس العمل ده، په پېل کې ډېر چټک وي او ممکن د مرګ لامل شي. علایم یې په بدن بخار، د مرۍ یا ژبې پړسېدل، د ساه لنډېدل، کانګې کول او د وینې ټیټ فشار ده.
 
Cystic fibrosis
یوه جنتیکي بې نظمي ده چې عموما په سږو اغیز کوي خو له دې پرته په پښتورګو، لوزالمعدې، ځیګر او کلمو باندې هم اغیز کولای شي.
mucolytic or mucokinetics
د درملو کلاس ده کوم چې د بلغم یا مخاط په پاکولو کې مرسته کوي.
Chronic obstructive pulmonary disease (COPD)
په سږو کې د خنډ یا انسداد پیدا کولو یو ډول ناروغي ده، ځانګړنه یې د په ساه اخیستنه کې اوږدمهاله ستونزه لرل دي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons