Acebutolol

سوداګریز نومونه یې (Sectral, Prent) دي، بیټا بندونکي درمل (beta blockers or β-blockers) دي، د لوړ فشار او د زړه نامنظمه ضربان لپاره کاریږي.
بیټا بندونکي درمل د درملو کلاس ده کوم چې د زړه نا منظمه ضربان د مدیریت لپاره کاریږي، د زړه له لمړۍ حملې وروسته د دوېمې حملې د مخنیوي لپاره کاریږي. د زړه نامنظمه ضربان ته په انګرېزۍ کې (Heart arrhythmia, arrhythmia, dysrhythmia, or irregular heartbeat) نومونه هم اخلي.
 
فارمکولوجي
اېس بوټولول درمل یو (cardioselective beta blocker) دي کوم چې ای اېس اې (intrinsic sympathomimetic activity) لري او له همدې امله تر (non cardioselective beta blockers) ډېر مناسب دي. که چېرې یو ناروغ د ساه تنګۍ (asthma) یا اوږدمهاله د سږو د بندېدو ناروغي (chronic obstructive pulmonary disease COPD) لري بیټا بلاکر د درملنې لپاره کارولی شي. دا درمل د (lipophilic) خصوصیات یا ځانګړنې لري او له همدې امله له (blood–brain barrier) عبور کولای شي. لیپوفیلیک (lipophilic) هغه کیمیاوي ترکیب ته وایي کوم چې په شحم، غوړو او تیلو کې د حل کېدو وړ وي.
اېس بوټولول درمل د بدن په شحمو، کولیسټرولو او ټری ګلیسیریډ باندې بد اغیز نه کوي، په کې کوم کمی تر اوسه نده راوستې.
 
دا درمل د لوړ فشار په هغو ناروغانو کې چې نورمال, لوړه کچه یا کمه د رینین پلاسما (high, normal, or low renin plasma) غلظت لري کار کوي خو که پلاسما یې لوړه یا نورمال وي په هغو ناروغانو کې تر نورو اغیزمن فعالیت کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons