Acetabulum – د خاصره لګن د هډوکي ساکت

په انګرېزۍ کې ورته (cotyloid cavity) نوم هم اخلي یو مقعر یا داخل لور ته لکه نیمه کره منحني سطحه (concave) ده له کومې سره چې د ورون هډوکی وصل کیږي.
 
جوړښت
د لګن خاصرې هډوکي ته انګرېزۍ کې (hip bone os coxa, innominate bone, pelvic bone or coxal bone) نومونه اخلي. د خاصره لګن د هډوکي ساکت کې د لاندې او د څنګ پولو ته (ischium) نوم اخلي، پاسنۍ پولې ته یې (ilium) نوم اخلي او پاتې برخه یې چې له منځنې کرښې سره نږدې ده د (pubis) نوم اخلي.
 
د خاصره لګن د هډوکي ساکت په ناهمواره، نابرابره پولو باندې محدود شوی کومې پولې چې (acetabular labrum) له ځان سره نښلوي. د خاصره لګن د هډوکي د ساکت لاندې برخه (acetabular notch) ده کومه چې دایروي ژورتیا سره ادامه لري لري. د خاصره لګن د هډوکي د ساکت د سطحې نوره برخه د سپوږمۍ هلال شکل ته ورته شکل لري.
 
د خاصره لګن د هډوکي ساکت د (acetabular fossa) لپاره هم کور ده. د ورون د هډوکي د سر او د خاصره لګن د هډوکي د ساکت سطحه په یوه کرپندوکي هډوکي پوښل شوې کومې ته چې د (articular cartilage) نوم اخلي، دا سطحه په یوې مایع غوړه شوې (lubricated) کومې ته چې د (synovial fluid) نوم اخیستل کیږي.
 
وده
په کوچنیانو کې د Y شکل لرونکی د هډوکي د ودې پاڼه یا قاب (epiphyseal plate) کومې ته چې د (triradiate cartilage) نوم اخیستل کیږي له ( ilium, ischium, and pubis) سره وصل کیږي او د کوچني له ودې سره دا کرپندوکی په هډوکي بدلیږي.
 
مخینه
په لاتیني ژبه کې پخوا د (Acetabulum) نوم د سرکې لپاره کاسې ته اخیستل کېده کومه کاسه چې دې ساکت ته ورته شکل لري، وروسته د حجم د واحد لپاره کارېده اوسمهال په طب کې د خاصره لګن د ورون له هډوکي سره وصل کېدونکي ساکت ته وایي.
Slide9AA
By Anatomist90

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons