Acetazolamide

سوداګریز نوم یې (Diamox) ده او د ( glaucoma, epilepsy, altitude sickness, periodic paralysis, idiopathic intracranial hypertension, and heart failure) ناروغیو د درملنې لپاره کاریږي. اوږدمهاله کارونه یې ممکن د (open angle glaucoma) لپاره او لنډمهاله د (acute angle closure glaucoma) لپاره مخکې د عملیات کېدو څخه وي. د خولې له لارې خوړل کیږي او په رګ کې تذریق کیږي.
 
عام بد اغیز یې بې حسي، په غوږونو کې کړنګاری، کانګې، د اشتیا له منځه تلل او بې خوبي ده. کوم خلک چې د پښتورګو، د ځیګر ستونزه لري او یا له سلفونامیډونو (sulfonamides) سره الرجي یا حساسیت لري دا درمل نه ورکول کیږي. دا درمل (diuretic and carbonic anhydrase inhibitor families) درملو کورنۍ کې شامل دي. په بدن کې بي کاربونېټ (bicarbonate) او د هایدروجن د ایونونو په کمولو سره خپل فعالیت ترسره کوي. طبي کارونه یې په کال ۱۹۵۲ کې پېل شوه.
 
د (glaucoma, edema and epilepsy) درملنې لپاره او له عملیات وروسته د سترګو په داخل کې (intraocular) د فشار کمولو لپاره کاریږي. له دې پرته د (altitude sickness, Ménière’s disease, increased intracranial pressure and neuromuscular disorders) درملنې لپاره هم کارېدلي. په هغو خلکو کې چې (Marfan’s Syndrome) لري د (dural ectasia) علایمو د ارامولو لپاره هم کارول شوي.
 
شیدې ورکونه (lactation) او اومیندواري
په استرالیا کې د اومیندوارۍ بي ۳ کټګورۍ (pregnancy category B3) ګڼل کیږي، د (pregnancy category B3) مانا داده چې دادرمل هغو موږکو، مږو او سویانو ته د خولې له لارې ورکړل شوي او تجربه شوي چې اومیندواره وي. د یادو ژو په بچیانو کې د بدن د ناسم جوړښت، د بدن په غړو کې نقص یا نیمګړتیا لامل شوي. خو د انسانانو په اړه کافي مالومات نشته نو له همدې امله پورته یاد شوی اغیز نه رد شوی او نه تاید شوی. کومو ښځو چې کوچنیانو ته شیدې ورکړي او په ورته وخت کې یې دا درمل هم خوړلي په تیانو کې د کمو شیدو د تولید لامل ګرځېدلي خو کوچنیانو ته یې کومه ستونزه نده پېښه کړې.
 
بد اغیز
عام بد اغیز یې بې حسي، ستړیا (fatigue)، ګنګسوالی، ډېپرېشن، کم جنسي شهوت، په خوله کې بده مزه، کانګې، د ګېډې په عضلو کې درد، اسهال، د غایطه موادو تور رنګ، په الیکټرولیټ کې بدلونونه (electrolyte changes) دي او کم عام بد اغیز یې (Stevens–Johnson syndrome, anaphylaxis and blood dyscrasias) ده.
 
د کارونې منع شوي حالتونه (Contraindications)
 Hyperchloremic acidosis
Hypokalemia (low blood potassium)
Hyponatremia (low blood sodium)
Adrenal insufficiency
Impaired kidney function
Hypersensitivity to acetazolamide or other sulfonamides
 
د عمل میکانیزم
اسېټا زولامیډ (Acetazolamide) یو (carbonic anhydrase inhibitor) درمل دي او له همدې امله د کاربونیک اسید (carbonic acid) د راغونډېدو لامل ګرځي. (Carbonic anhydrase) یو انزایم ده کوم چې د وینې په سرو حجرو کې او هغو نسجونو کې چې لاندې ډول عکس العمل کټلایز کوي پیدا کیږي
H2CO3 ⇌ H2O + CO2

 

او له همدې امله د وینې القلي کېدنه او اسیدي کېدنه یا (lower blood pH) رامنځته کوي کوم چې په لاندې ډول ده:
H2CO3 ⇌ HCO3 + H+

 

کوم چې د 6.3 یو pKa لري
 
 
 
glaucoma
د ناروغیو یوه ټولګه یا ګروپ ده کوم چې د سترګو د نظر له لاسه ورکولو لامل ګرځي او د لید عصبي رشتو ته زیان اړوي. تر ټولو عام ډول یې (open-angle glaucoma) ده او تر ټولو کم عام ډولونه یې (closed-angle glaucoma and normal-tension glaucoma) دي. د (Open-angle glaucoma) ډول یې په تدریجي توګه پیدا کیږي او د کوم درد احساس پکې نه وي.
 
epilepsy
د عصبي بې نظمیو د ناروغیو تولګه یا ګروپ ده، ځانګړنه یې د یادو ناروغیو نا څاپه حمله ده. حمله یې هم له لنډ وخت وروسته، ناڅاپه او یا هم له ډېر وخت وروسته ځواکمنه لړزه وي. هره حمله یې د ټپي کېدو لامل ګرځېدای شي لکه د هډوکو ماتېدنه.
 
altitude sickness
د (acute mountain sickness AMS) په نامه هم پېژندل کیږي. په روغتیا باندې د لوړې ارتفاع منفي اغیز ده او لامل یې د غره په لوړو څوکو کې کم اکسیجن ده. علایم یې سخت سر درد کېدو، زکام کېدو او یا د کاربن مونوکسایډ له امله مسموم کېدو ته ورته دي.
 
periodic paralysis
د (myoplegia paroxysmalis familiaris) په نامه هم پېژندل کیږي د جنتیکي ناروغیو یوه ټولګه ده کومې ناروغۍ چې د کمزورتیا یا فلج کېدو لامل ګرځي. دا ناروغۍ له سړو، تودوخې، هغو خوړو چې لوړ کاربوهایډرېټ لري، له ولږې، سټرس او یا هر ډول فزیکي فعالیت څخه رامنځته کیږي.
 
Idiopathic intracranial hypertension
یو حالت ده، ځانګړنه یې پرته د موندنې وړ لامل څخه د سر په کوپړۍ کې د مغز چار چاپېره لوړ فشار پیدا کېدل دي. علایم یې سر درد، لید له لاسه ورکول، د زړه له ډبېدو سره په غوږونو کې زنګ یا کړنګاری کېدل او په ولیو یا وږو کې درد ده.
 
heart failure
د زړه ناتواني ته وایي. کله چې زړه په کافي اندازه وینه پمپ نشي کړای تر څو د بدن اړتیاوې پوره کړي. علایم یې لنډه ساه اخیستنه، بې کچې ستړیا او د پښو پړسوب ده.
 
Sulfonamide
د (sulphonamide, sulfa drugs or sulpha drugs) په نومونو هم پېژندل کیږي د ډېرو درملو اساسي جز ده. اصلي د باکتریا ضد سلفونامید د باکتریا ضد ترکیبي عوامل دي کوم چې په سلفونامیډ ګروپ کې شامل دي.
 
diuretic
هر هغه توکي یا ماده ده کوم چې د ادرارو د زیات تولید (diuresis) لامل ګرځي. مختلفې کټګورۍ لري خو ټولې کټګورۍ له بدن څخه په مختلفو طریقو اوبه بهر باسي.
 
carbonic anhydrase inhibitor
د درملو کلاس ده کوم چې د (carbonic anhydrase) فعالیت له منځه وړي او د (anti-glaucoma agents, diuretics, antiepileptics, in the management of mountain sickness, gastric and duodenal ulcers, idiopathic intracranial hypertension, neurological disorders, or osteoporosis) لپاره کاریږي.
 
edema
په انګرېزۍ کې ورته (oedema or œdema) نومونه هم اخلي. په (interstitium) کې د مایع غېرې نورمال یا غېرې طبیعي جمع کېدنه ده کوم چې د پوستکي لاندې او د بدن په جوف کې موقعیت لري او د سخت درد لامل ګرځي. په کلینیکي توګه اډیما ځان د پړسوب په څېر څرګندوي. اډیما لفظ له یونانۍ کلیمې (οἴδημα) څخه اخیستل شوی او مانا یې پړسوب ده.
 
Ménière’s disease MD
د غوږ د داخلي برخې بې نظمي ده، ځانګړنه یې لکه چې ټوله نړۍ تاویږي یا سر ګرزېدل دي، په غوږونو کې کړنګاری ده، په اورېدنه کې ستونزه پیدا کېدل دي، داسې احساس لکه چې غوږ ډک شوی وي. معمولا یو غوږ کې ستونزه پیدا کیږي خو وروسته دواړه غوږونه ستونزه پیدا کوي. پورته یاد شوی احساس له ۲۰ دقیقو تر دوه ساعته پورې تکراریږي.
 
Intracranial pressure
لنډیز یې (ICP) ده، د سر په کوپړۍ او د مغز په نسج او (cerebrospinal fluid) مایع کې فشار ده. دا فشار د مرکري په ملي متر (in millimeters of mercury) اندازه کیږي د واحد لنډیز یې (mmHg) ده. هغه بلوغ ته رسېدلي کسان چې د ملا په تخته سیده پراته وي نورمال د کوپړۍ په داخل کې فشار یې (7–15 mmHg) ده.
نوټ په انګرېزۍ کې پړمخې په سینه څملاستلي ته (prone) وایي او د ملا په تخته پراته یا څملاستلي ته (supine) وایي.
 
Dural ectasia
د شوکي نخاع چار چاپېره د (dural sac) پراخېدنه یا د توپ په څېر پړسېدنه ده او معولا په لمبو سېکرل سیمه (lumbosacral region) کې پېښیږي او دا هغه ځای ده چېرې چې د (cerebrospinal fluid) فشار تر ټولو لوړ ده مګر د شمزي په تیر په هره سطحه کې اغیز کولای شي. (dura) یوه ډبله غشاء ده کوم چې مغز او د ملا تیر پوښلی وي
 
Marfan syndrome
د (connective tissue) یوه جنتیکي ناروغي ده، کوم کسان چې په دې ناروغۍ اخته دي په هر کس کې یې کچه توپیر لري. په دې ناروغۍ اخته کسان لوړ قد، نری ډنګر بدن، اوږده لاسونه او بازوان، اوږدې پښې او اوږدې غټې ګوتې لري، د انعطاف وړ مفصلونه لري.
 
Connective tissue
ژوي څلور ډوله بنسټیز (Connective tissue, epithelial tissue, muscle tissue, and nervous tissue) نسجونه لري. وصل کوونکي نسجونه د ودې حال کې د جنین له (mesoderm) څخه وده کوي، وصل کوونکي نسجونه په ټول بدن کې د نورو نسجونو ترمنځ پیدا کیږي چې په دې کې د مغز نسجونه هم شامل دي.
 
mesoderm
د ودې حال کې د جنین د پوستکي منځنۍ برخه ده کومه چې د (endoderm) او (ectoderm) په منځ کې وي.
Sleep apnea
په انګرېزۍ کې (sleep apnoea) هم لیکل کیږي، د خوب بې نظمي ده او ځانګړنه یې په خوب کې لنډه ساه اخیستنه یا په ساه اخیستنه کې درېدنه یا وقفه ده. هر ساه درېدنه له څو ثانیو تر دقیقو پورې دوام کولای شي او په یوه شپه کې څو ځلې دا حالت رامنځته کېدلای شي. ډېری وخت په دې حالت کې انسان په خوب کې خریږي (snoring).
کله چې ساه اخیستنه نورمال حالت ته راوګرځي ناڅاپه د خرېدو لوړ غږ کوي. دا ستونزه د انسان خوب خرابوي او داسې کسان د ورځې لخوا بې خوبه او ستړي وي. کوم کوچنیان چې دا ستونزه لري ممکن په ښوونځي کې خوب پرې راشي او یا بې کچې زیات فعال شي.
 
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons