Acetone

په سیستماتیکه توګه (propanone) نومول شوي یو عضوي ترکیب د، فورمول یې (CH3)2CO دی، بخار کېدونکې یا الوتونکې سپکه (volatile) د اور اخیستنې وړ مایع ده او تر ټولو وړه او ساده کیټون (ketone) ګڼل کیږي. له اوبو سره متجانس محلول جوړوي او په لابراتوارونو کې د پاکولو لپاره کاریږي. په کال ۲۰۱۰ کې تقریبا ۶.۷ میلیونه ټنه تولید شوي وو. په کورونو کې یې کارونه د نوکونو د رنګ لرې کولو او (paint thinner) په توګه کاریږي.
اسېټون د انسان په وینه او ادرارو کې هم موجود وي کوم چې د نورمال میتابولیک سیستم تولیدوي. کوم خلک چې د شکر ناروغي لري تر نورو خلکو یې بدن زیات اسیټو تولیدوي. د مثل تولید په اړه ازموینې یې ښي چې د مثل تولید لپاره کوم زیان نلري. د (Ketogenic diets) رژیم کوم چې کیټون یا (acetone, β-hydroxybutyric acid and acetoacetic acid) په وینه کې زیاتوي او کوم کوچنیان چې په (recalcitrant refractory epilepsy) اخته وي د (epileptic attacks) د مخنیوي چاره ترسره کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons