Achondroplasia – اکوندرو پلېزیا

د کوندرو دیستروفیا فېټالیس (chondrodystrophia fetalis) په نامه هم یادیږي، جنیتیکي ناروغي ده، د غضروف یا کرپندوکي (cartilage) په هډوکي بدلېدو کې بې قاعده توب یا غېرې عاديتوب ده. د پایلې په توګه هغه هډوکي چې وده یې د غضروف یا کرپندوکي له مډل سره تړاو لري په ځانګړې توګه اوږده هډوکي لکه د پتون یا ورون هډوکی (femur) او په لاس کې د بازو هډوکی (humerus) وده نشي کولای. اکوندرو پلېزیا د لنډ قد لرلو لامل ګرځي او یا په بله مانا د لنډ قد لرلو (dwarfism) تر ټولو لوی لامل اکوندرو پلېزیا ده. څوک چې بې قاعده توب لري پښې یې ډېرې لنډې وي، سر یې غټ وي، بهر ته وتلې ټنډه (bulging forehead)، په منځ کې پیته شوې پوزه (saddle nose)، بهر ته وتلې زامې (protruding jaw) او بهر ته وتلي کوناټي (prominent buttocks) لري، نری سینه لري. کومې ښځې چې له دې بې نظمۍ رنځ وړي هغوی ممکن نری د خاصرې لګن (pelvis) ولري او د زېږون پر وخت ستونزه ولري. د اکوندرو پلېزیا لامل د پلرونو لخوا معیوب یا ناقص جین (gene) لېږل ندي بلکې د ۸۰ % لامل نوي جنتیکي تغیر ده. کوم کسان چې د بدن دا بې نظمي لري د نورو انسانانو په کچه برابر هوښیار او نورماله روغتیا لري.

Jason Acuña - Wee-Man - Waterfront Marriott, Portland, Oregon - August 15, 2009 - Full Body
Jason Acuña – Wee-Man – Waterfront Marriott, Portland, Oregon – August 15, 2009 – Full Body By Sakibomb222

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons