1000 Genomes Project – د ۱۰۰۰ جینومونو پروژه

دڅېړونکو یوه نړیواله لاسورکړه یا همکاري د کومې موخه چې په نړیواله کچه د مختلفو قومونو د زېات شمېر خلکو د جینوم ترتیب کوونه وه تر څو په انسانانو کې کم از کم تر ۱% پورې د پېښېدونکي جنیتیکي توپیر نوملړ، لست یا کتلوګ جوړ کړي. د دې پروژې عمده موخه تر ۹۵% زېات توپیر چې د (single nucleotide polymorphisms SNPs) په نامه یادیږي په ګوته کول وو کوم چې یوازې د ډي اېن اې د انفرادي جوړښت پر بلاک یا بنسټ اغیز کوي
(adenine [A], guanine [G], thymine [T], or cytosine [C])
او په هر ۱۰۰- ۳۰۰ نیوکلیوټایډونو کې یو موجود وي. بله موخه د نورو ډولونو ښودنه وه چې د (indels) په نامه دي. اېنډل تقریبا د کروموزوم په هره برخه کې د ډي اېن اې په برخو (DNA segments) کې مختلفې کچې لري.
 
د دې ترڅنګ مختلف پېژندل شوي اېنډلس (indels) او (single nucleotide polymorphisms SNPs) د انساني ناروغیو د لامل کېدو لپاره هم مطالعه شوي. د انسانانو د پلرونو د پېژندنې او د تکامل په اړه د مالوماتو لاسته راوړنې لپاره هم کار ترې اخیستل شوی. د پروژې موخه طبي مالومات، د انسان جنیتیکي مالومات او د انسان د تکامل په اړه د مالوماتو لاسته راوړنه وه.
دا پروژه په ۲۰۰۸ کال کې پېل شوه او په نړیواله کچه د پوهنتونو، څېړونکي او د څېړنو د ادارو یا انسټیټیوټونو غړي پکې شامل وو. د دې څېړونوکو راغونډېدل د (International HapMap Project) پخوانیو څېړنو او مطالعو د مالوماتو په اساس وو په کومو کې چې د انساني جینوم (haplotype map) نقشه تولید شوې وه او موخه یې د هغو جنیتیکي توپیرونو پیدا کول وو چې له ناروغیو سره تړاو لري.
هیپ لوټیپ (haplotype) د جین د الېیل یا توپیر کوونکو شکلونو سیټ ده چې یو بل ته نږدې په یو کروموزوم کې موجود وي.
 
د ۱۰۰۰ جینومونو پروژې کې دوه مرحلې یا پړاونه شامل وو: پیلوټ مرحله یا پړاو (pilot phase) چې په ۲۰۱۰ کې پای ته ورسېده، دوېم پړاو د جینوم بشپړ مطالعې (full-scale genome studies) وې چې دا پړاو په ۲۰۱۲ کې پای ته ورسېد. د پیلوټ پړاو په درې پروژ وېشل شوی وو چې د ټولو لنډیز یې په لاندې ډول ده:
د جینوم د پراخ ترتیب ستراتیژي (genome-wide sequencing strategies) کومه چې وروسته د جینوم په بشپړ مطالعه کې د مرستې لپاره طرحه شوې وه؛ د عصري ټکنالوجۍ او وسایلو کارونه چې د ترتیب کولو وړتیا یې لرله؛ د دې ټکنالوجۍ او وسایلو په ذریعه د ډي اېن اې برخې (DNA segments) څو ځله مطالعه شوې تر څو ډاډه شي چې تر تیب په سمه او دقیقه توګه تر سره شوی؛ د ورو خوځښتونو یا تغیر مطالعه (low-frequency mutations) او په دې کې د کم شمېر د ټریوز (trios) د ترتیب مطالعه، ټریوز درېو ته وایي او دلته یې مانا مور او پلار او له دوی زېږېدلی بچی (offspring) ده. د ۶۷۹ کسانو د اېګزومس (exomes) ترتیب. اېګزومس جینومیکي سیمه ده په کومه کې چې د پروتین کوډینګ جین (protein-coding genes) شامل وي. او ۱۷۹ وګړو د ورو تغیر یا خوځښت ترتیب وو. په دې پروژه کې د چین، جاپان، اروپا او د غربي افریقا د وګړو جینوم مطالعه شوي.
د لمړي او دوېم پړاو مالومات یې لاندې انځورونو کې وګورئ

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons