Chancelade skeleton – شانسولاد اسکلیټ

په کال ۱۸۸۸ کې د فرانسې د جنوب شرق په شانسولاد سیمه کې د انسان یا د هومو نسل (genus Homo) یو اسکیلټ چې په یوه ډبریزه پناه خونه کې خښ شوی وو کوم چې تقریبا ۱۷۰۰۰ کاله زوړ ده وموندل شو. د سر کوپړۍ یې د فرانسې یو کالبود پوه (anatomist) جان لیو تېستو (Jean-Léo Testut) مطالعه کړه. جان لیو دا کس اېسکیمو (Eskimo) ګڼلی (اېسکیمو د شمالي کاناډا، الاساکا، ګرینلنډ او شرقي سایبریا اصلي خلک دي چې په ښکار او کب نیونې ژوند کوي). د جان لیو په نظر دغه اېسکیمو د شانسولاد د سیمې اېسکیمو دی. تر ډېره وخته پورې ډېرو پالیو انتروپولوجیستانو له اېسکیمو سره د دې اسکلیټ خپلوي منلې وه خو له مطالعو وروسته کارپوهانو دغه جسد کرو مګنون (Cro-Magnon) بللی. کرمګنون د عصري انسانان وو چا چې اروپا د ۱۰۰۰۰ – ۴۰۰۰۰ کاله وړاندې تر منځ ونیوله. خو ځینې څېړونکي د اسکلیټ له مطالعې په دې اند دي چې اسکلیټ عصري انسانانو ته ورته او د کرو مګنون خلکو پراخه مخونه، غټ سرونه لرل.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons