Boskop skull – د بوسکوپ د سر کوپړۍ

د جنوبي افریقا د ټرانسوال په بوسکوپ سیمه کې فوسیلي پاتې شونې وموندل شول چې د سر د کوپړۍ ګنبد (skull dome) پکې وه. په کال ۱۹۱۳ کې کار کونکو په دې سیمه کار کوه چې دا کوپړۍ یې وموندله. د سر دا کوپړۍ مکمله نه وه بلکې یوازې فرنټل یا د تندي هډوکی (frontal) او پاریټل یا د تندي او څټ هډوکي تر منځ برخه (parietal) او د اوکسیپیټل یا د څټ د هډوکي (occipital) یو ټوټه وه ( د سر د برخو نومونه د لیکنې لاندې انځور کې وګورئ). کله چې ځمکه نوره وکیندل شوه د بدن ځینې نورې برخې یې هم له یوه مصنوعي یا په لاس جوړې شوې ډبرې سره وموندل شوې. کارپوهانو کوښښ وکړ چې کوم کلتوري پاتې شوي توکې یا ورسره مېشت ژوي هم پیدا کړي خو څه ونه موندل شول. کارپوهانو کوښښ وکړ چې جیولوجیکي عصر یا وخت یې اټکل کړي خو کوم ځانګړی وخت یا عصر نده اټکل شوی. د کوپړۍ د کاسې حجم (Cranial capacity) یې لوړ او تقریبا ۱،۸۰۰ ملي متره ده د کوپړۍ جوړښت یې تنګ (۲۰۵ ملي متره اوږد او ۱۵۰ ملي متره پراخه ) ده.
 
دې کوپړۍ ته مختلف نومونونه لکه نیاندرتالوید (Neanderthaloid)، کرومګنوایډ (Cromagnoid)، نیګروایډ (Negroid)، پري بش یا خوي خوي خلک (pre-Bush, Bushman and Hottentot) کارېدلي دي. د افریقا په نورو سیمو کې هم ورته کوپړۍ موندل شوي. ګمان کیږي چې د اخلک بش مېن یا هوټینټوټ وو چې تر اوسه یې د وخت او د ژوند څرنګوالي کره مالومات نشته په دې مانا چې تر اوسه لرغون پوهان ندي توانیدلي چې په دې وپوهیږي چې دې خلکو په کوم وخت کې څه ډول ژوند کوه. لمړنیو ژو ته هم کوم ورته والی نلري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons