Australopithecus sediba – اوسترا لو پي تېکوس سیدیبا

د لومړنیو یو ډول ده چې اوسمهال یې نسل له منځه تللی. په جنوبي افریقا کې تقریبا ۱.۹۸ میلیونه کاله وړاندې یې ژوند کوه. مورفولوژیکي یا د جوړښت (morphological) ځانګړتیاوې یې انسان ته ورته دي. لمړی فوسیلي جسد یې په امریکا کې پیدا شوي د جنوبي افریقا یوه پالیوانتروپولوجیست لي برګر (Lee Berger) پیدا او مطالعه کړ. د دې لومړني لمړی فوسیل په ۲۰۰۸ کال کې د جنوبي افریقا په یوه سمڅه یا غار کې چې د مالاپا سمڅې (Malapa Cave) په نامه ده پیدا شو. د ساینس پوهانو له مطالعو وروسته داسې مالومه شوه چې د دې جسد تکامل د انسان کېدو او اوسترا لو پي تېکوس تر منځ ده په دې مانا چې نه یې بشپړ تکامل کړی او نه کره اوسترا لو پي تېکوس ده بلکې له اوسترا لو پي تېکوس مرحلې څخه د بدلون په حال کې ده.

 

Picture By Photo by Brett Eloff. Courtesy Profberger and Wits University who release it under the terms below. – Own work, CC BY-SA 4.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=10094681

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons