Australopithecus – اوسترا لو پي تېکوس 

اوسترا لو پي تېکوس نسل (genus Australopithecus) ده، اوسترا لو پي تېکوس لاتیني لفظ ده او مانا یې جنوبي اېپ (southern ape) ده، په جنوبي، مرکزي او شرقي افریقا کې یې فوسیل جسدونه موندل شوي او ګمان کیږي چې یا انسان ته ډېر نږدې حیوان ده او یا د انسان پلرونه دي چې له بشپړ تکامل وروسته په انسان بدل شوی. اوسمهال په نړۍ کې نشته او په بشپړ توګه یې نسل له منځه تللی. د اوسترا لو پي تېکوس مختلفو ډولونو په پلیو سېن وخت (Pliocene) کې ژوند کوه (د ۲.۶ میلیونه تر ۵.۳ میلیونه کاله وړاندې تر منځ). د پلیستوسېن وخت (Pleistocene) جسدونه یې هم موندل شوي (د ۱۱۷۰۰ تر ۲.۶ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ وخت). له فوسیلي یادون یا ریکارډ څخه داسې ښکاري چې انسان او اېپس ژو ته ورته ځانګړنې یې لرلې د بېلګې په توګه په دوه پښو لکه د انسان په څېر ګرځېدونکي یا بي پېډل (bipedal) وو مګر مغز یې لکه د اېپس (apes) په څېر د عصري انسانانو په پرتله وړوکی وو، کانین غاښونه یې لکه د انسان په څېر واړه وو خو د ژرندې یا سخواختو غاښونه یې د اېپس په څېر غټ وو. د دې ژو تر ټولو نامتو پیدا شوی ډول یې د لوسي (lucy) په نامه یادیږي چې په ایتوپیا کې موندل شوی او تقریبا ۳.۲ میلیونه کاله (3.2 mya) زوړ ده.
 
دوه نورې اصطلاح ګانې (australopith or australopithecine) چې یوازې اوسترا لو پي تېکوس ته نه کاریږي بلکې هر هغه فوسیلي جسد ته رجوع کوي چې انسان ته ورته والی لري لکه (Sahelanthropus tchadensis, Orrorin tugenensis, Ardipithecus kadabba, Ardipithecus ramidus, Kenyanthropus platyops, Paranthropus).
تر اوسه پورې د عصري انسان فوسیلي جسد تر ۱.۸ میلیونه کاله پورې زوړ هومو ایرګاستر (Homo ergaster) شکل کې پیدا شوی چې د هومو ایریکتوس (Homo erectus) نوم هم ورته اخلي.
Picture By Didier Descouens – Own work, CC BY-SA 4.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=29379536

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons