Ardipithecus – اردي پي تېکوس

د زولوجیکي هومینیدای کورنۍ (family Hominidae) تر ټولو زوړ پېژندل شوی نسل ده. د دې ډلې په اړه ګمان کیږي چې د اوسترا لوپیتېکوس (Australopithecus) پلرونه دي او له همدې ډلې سره ډېر نږدې تړاو لري. اوسترا لوپیتېکوس (Australopithecus) د اوسنیو انسانانو پلرونه هم ګڼل کیږي. اردی پي تېکوس (Ardipithecus) د ۴.۴ میلیونه کاله او ۵.۸ میلیونه کاله وړاندې تر منځ ژوند کوه. ژوند یې د میوسېن وخت (Miocene Epoch) له پای څخه پېل کړی او تر پلیوسېن وخت (Pliocene Epoch) له پېل تر منځ پورې دوام کړی (د میوسېن وخت ۲۳ میلیونه کاله وړاندې پېل او ۵.۳ میلیونه کاله وړاندې پای ته رسېدلی، د پلیوسېن وخت له ۵.۳ میلیونه تر ۲.۶ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ تیر شوی). دا نسل دوه پېژندل شوي ډولونه لري: اردی پي تېکوس رامیدوس (Ardipithecus ramidus) او اردی پي تېکوس کدابا (Ardipithecus kadabba).
 
د ۱۹ پېړۍ منځ کې یو انګرېز طبعیت پوه او ساینس پوه چارلېز داروین (Charles Darwin) هومینیدای کورنۍ (family Hominidae) کې ټول هغه ژوي ځای کړل چې د چیمپانزي بیزو په پرتله انسان سره نږدې تړاو لري. په ۱۹۶۰ لسیزه کې مطالعو وښوده چې انسانان په جنیتیکي توګه د افریقا اېپس (چیمپانزي او ګوریلا) سره ډېر نږدې تړاو لري او د سوماترا د ونې بیزو (orangutan) سره ډېر لرې تړاو لري. ځینې تېکزانومېستان یا د ډلبندۍ کارپوهان (taxonomist) د افریقا اېپس په هومینیدای کورنۍ (family Hominidae) کې شامل کړي او د انسانانو پلرونه یې په فرعي کورنیو کې سره وېشلي چې نامناسبې او ګډې وډې ډلبندۍ ته یې لمن وهلې. خو اوسنیو ساینس پوهانو په هومینیدای کورنۍ (family Hominidae) کې یوازې درې نسلونه ډلبندي کړي کوم چې د انسانانو نسب (lineage) ګڼل کیږي او دا درې نسلونه : اردی پي تېکوس (Ardipithecus)، اوسترا لوپیتېکوس (Australopithecus) او هومو (Homo) دي. په اوسنیو ساینس پوهانو کې هم ځینې ساینس پوهان غوره اېپس په همدې کورنۍ کې شامل کړي چې ګوریلا (Gorilla)، چیمپانزي (chimpanzees) او د سوماترا د ونې بیزوګانې (orangutan) دي. هومینید (hominid) اصطلاح دلته یوازې انسان او پلرونو ته یې رجوع کوي.
 
 
د انسان د پلرونو، اصلیت او نسب په اړه معما
ګمان کېده چې د عصري انسانانو چې علمي نوم یې هومو ساپینس (Homo sapiens) ده تر ټولو نږدې اوسمهال ژوندي خپلوان یې د افریقا چیمپانزي او بونوبو بیزوګانې دي خو د تکامل د کرښې (د ډولونو پلرونه یا نسب) مطالعو دا رد کړه چې انسان ۷ میلیونه کاله وړاندې د چیمپانزي بیزوګانو له پلرو پیدا شوی. خو اوسمهال ساینس پوهان په دې باور دي چې اردی پي تېکوس (Ardipithecus)، اوسترا لوپیتېکوس (Australopithecus)، او هومو (Homo) د انسان د تکامل عمده مرحلې دي. تر ټولو لمړی لومړنۍ (primate) د اوسترا لوپیتېکوس (Australopithecus) جسد پیدا شو او اسکلیټ یې ښي چې دا حیوان په بشپړ توګه بي پېډل یا په دوه پښو ګرځېدونکی (bipedal) وو او د مغز کېس (brain case) یې ښي چې د مغز کچه یې د اېپس (apes) په اندازه وه. د دې نسل تر ټولو لمړی ډول چې د اوسترا لوپیتېکوس انامینسیس (Australopithecus anamensis) نوم ورته اخلي ۴.۲ میلیونه کاله وړاندې په کینیا کې راڅرګند شوي. (Paleoanthropology) د لرغون پوهنې یا ارکیالوجۍ یوه برخه ده چې د انسان فوسیلي جسدونو د اناتومي له مخې د انسان کېدو مرحلې مطالعه کوي. پالیوانتروپولوجیست (paleoanthropologist) د انسان کېدو د مرحلو کارپوه ته وایي. ډېر پالیوانتروپولوجیستان په دې نظر دي چې اوسترا لوپیتېکوس اوسني هومو یا عصري انسانان دي او له اوسترا لوپیتېکوس حالت څخه هومو ته تقریبا د ۲ او ۳ میلیونه کاله وړاندې تر منځ بدل شوي او داسې ګمان کوي چې د افریقا دغه اوسترا لوپیتېکوس چې د روبوسټ (robust) نوم هم ورته اخلي یو میلیونه کاله وړاندې له منځه ولاړل.
 
خو له دې موندې وروسته پوښتنه دا پیدا شوه چې د اوسترا لوپیتېکوس تکامل له کوم حیوان څخه شوی ؟ او د دې لپاره په ۱۹۹۰ لسیزه کې د فوسیلي مطالې لپاره په افریقا کې کافي اسانتیاوې نشته وې. خو کله چې اردي پي تېکوس (Ardipithecus) په ایتوپیا کې وموندل شول، او همداسې په وچه کې راګېر چاد (chad) کې ساهېلانتروپوس (Sahelanthropus) وموندل شول نو د اوسنیو اېپس (apes) او اوسترا لوپیتېکوس (Australopithecus) د تکامل په اړه یې د مالوماتو پیدا کېدنه کې مرسته وکړه.
او اسمهال داسې باور کوي چې اردي پي تېکوس (Ardipithecus) د اوسترا لوپیتېکوس (Australopithecus) پلرونه دي او اوسترا لوپیتېکوس د اوسنیو انسانانو یا هومو ساپینس (Homo sapiens) پلرونه دي.
 
Picture by T. Michael Keesey – Zanclean skullUploaded by FunkMonk, CC BY 2.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=8541387

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons