Acidosis – اسیدوسیز

یو بهیر ده کوم چې په وینه کې او د بدن په نسجونو کې د اسیدو د زیاتېدو لامل ګرځي. که چېرې د دې اصطلاح کارونه ځانګړې نه وي نو د وینې پلازما اسیدي کېدو ته رجوع کوي. د (acidemia) اصطلاح د وینې د کم پي اېچ (low pH) حالت تشرېح کوي خو اسیدوسیز (Acidosis) هغه بهیر ښي کوم چې د همدې حالت د رامنځته کېدو لامل ګرځي خو کله کله دواړه اصطلاح ګانې د یو بل مترادفو کلیمو په توګه هم کاریږي. که یو ناروغ داسې عوامل ولري چې د اسیدوسیز (Acidosis) او الکلوسیز (alkalosis) لامل کیږي نو د دواړو توپیر ممکن له یو بل سره تړاو لرونکی وي او د دواړو جدیت د (pH) پاېله ښي چې لوړ ده، ټیټ ده او که نورمال ده. اسیدوسیز هغه وخت رامنځته کیږي کله چې د شریانونو پي اېچ تر ۷.۳۵ کم شي (له جنین څخه پرته) خو سیال یې چې الکلوسیز ده هغه وخت رامنځته کیږي کله چې پي اېچ تر ۷.۴۵ لوړ شي. د رامنځته کېدو د لامل لپاره یې د شریانون د ګاز او نورو ازموینو ته اړتیا ده.
 
علایم
اسیدوسیز ډېر وخت په عصبي اغیز سیستم کوي خو دا اغیز د میتابولیک اسیدوسیز په پرتله په تنفسي اسیدوسیز کې رامنځته کیږي. علایم یې سر درد کېدل، تشویش، د ستړیا احساس کول، لړزه (tremors)، د خوب څپه وي. همداسې د مغز د مخکینۍ برخې (cerebrum) بې فعالیتي یا نسم فعالیت او که چېرې یې درملنه ونشي نو ممکن انسان د کوما حالت ته ولاړ شي.
 
میټابولیک اسیدوسیز
میټابولیک اسیدوسیز ممکن د میټابولیک اسیدو له لوړ تولید څخه رامنځته شي لکه لکتیک اسید (lactic acid) یا ممکن د پښتورګو په ذریعه د اسېدو د وېستلو په وړتیا کې د اختلال له امله رامنځته شي لکه د پښتورګو لنډمهاله بې فعالیتي کوم چې له یوریا (urea)، کریاټینین (creatinine) او د پروتین د کټابولېزم (protein catabolism) له میټابولیکي اسیدو له پاتې شونو سره تړاو لري.
 
درملنه
که چېرې میتابولیک اسیدوسیز ډېر جدي وي او سږي یې نشي خنثی کولای نو د خنثی کولو لپاره (bicarbonate) تذریق کیږي.
 
Fetal metabolic acidemia
په جنین کې د نو د تار د ورید نورمال پي اېچ (pH) له ۷.۲۵ تر ۷.۴۵ پورې ده او د نو د تار د شریان نورمال پي اېچ له ۷.۱۸ تر ۷.۳۸ پورې ده.
 
تنفسي اسیدوسیز
Respiratory acidosis
کله چې په وینه کې کاربن ډایوکسایډ خورا زېات شي د تنفسي اسیدوسیز لامل ګرځي. کاربن ډایوکسایډ په وینه کې د خورا ورو ساه اخیستنې له امله جمع کیږي. په انګرېزۍ کې په وینه کې د کاربن ډایوکسایډ جمع کېدو ته (hypercapnia) وایي او ورو ساه اخیستنې ته د کومې له امله چې په وینه کاربن ډایوکسایډ جمع کیږي (hypoventilation) وایي. د تنفسي اسیدوسیز پیدا کېدو لامل ډېر وخت د سږو د ستونزو له امله وي. خو له دې پرته درمل په ځانګړې توګه د ارام درمل او انیستیزي، د سر ټپي کېدل او د مغز تومور هم د تنفسي اسیدوسیز لامل ګرځي.
 
Fetal respiratory acidemia
د جنین د نو په تار کې د ورید پي اېچ له ۷.۲۵ تر ۷.۴۵ پورې ده او د نو د تار د شریان پي اېچ له ۷.۲۰ تر ۷.۳۸ پورې ده
Symptoms of acidosis
Symptoms of acidosis By Häggström, Mikael (2014). “Medical gallery of Mikael Häggström 2014“. WikiJournal of Medicine 1 (2). DOI: 10.15347/wjm/2014.008. ISSN 2002-4436. Public Domain.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons