Acid–base homeostasis

د یوغړي هوموستاتیک یا هوموستاسیز د خپل سره ترتیب او د داخلي چاپېریال با ثباته ساتنې میل ده.
په کیمیا کې (base) هغه توکي دي چې د اوبو محلول کې هایډروکسایډ ایون پرېږدي، که لمس شي ښوی وي.
 
اسید بېز هومیو ستاسیز د بدن د حجرو بهر کې دواقع مایع (extracellular fluid ECF) د پي اېچ (pH) هومیوستاتیک (homeostatic regulation) ترتیب ده. د بدن د نورمال فزیولوجۍ (physiology) او حجروي میټابولیزم (cellular metabolism) لپاره د اسیدو او (base) ترمنځ توازن اړین او حیاتي ده
 
د بدن د حجرو زیات د حجرې بهرني پروتین لکه د پلازما پروتین او د غشاء پروتین (plasma proteins and membrane proteins) په څېر پي اېچ (pH) ته درې بعده لرونکی جوړښت لري او دې جوړښت ته ډېر حساس دي. دقیق میکانیزم ده او له همدې امله یې شتون اړین ده تر څو په ډېرو تنګو حدودو کې د (pH) ساتنه وکړي. د پي اېچ له حدودو څخه بهر د پروتینو طبیعي حالت یا خاصیت کې بدلون رامنځته کیږي د بېلګې په توګه (3-D structure) جوړښت یې بې ترتیبه کیږي او له همدې امله انزایم او د ایون چینلونه د نورو ترمنځ ناسم فعالیت کوي.
 
Acid–base balance
د بدن په مایع او وینه کې د موجودو اسیدو او القلي عناصرو ترمنځ توازن ده، معمولا په (pH) ښودل کیږي. که چېرې بدلون پکې راشي نو د (ACIDOSIS) یا (ALKALOSIS) لامل ګرځي.
د حجرو د بهرنۍ مایع پي اېچ چې د وینې پلازما (blood plasma) هم پکې شامله ده په نورماله توګه د ۷.۳۲ او ۷.۴۲ تر منځ د کیمیاوي بافرونو (chemical buffers)، د تنفسي او عصبي سیستم لخوا تنظیم شوي.
Acid-base nomogram By Huckfinne [Public domain], from Wikimedia Commons
Acid-base nomogram By Huckfinne

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons