Achlorhydria – د معدې په ترشح کې د هایډرو کلوریک اسیدو نشتوالی

په انګرېزۍ کې ورته (hypochlorhydria) هم وایي. د معدې په ترشح کې او د هاضمې په نورو غړو کې د هایدرو کلوریک اسیدو نشتوالي یا کموالي ته رجوع کوي. له نورو ځینې طبي ستونزو سره تړاو لري. علایم یې په ګېډه کې نا ارامي، د وزن له لاسه ورکول، نس ناستی یا اسهال (diarrhea)، قبضیت (constipation)، په ګاز باندې د ګېډې پړسېدل، د وینې کمی، د ګېډې عفوني کېدل، له خوړو ناسم جذب ده.
 
اسیدي (pH) د وسپنې په جذب کې مرسته کوي، کوم ناروغان چې (Achlorhydria) دي ډېر وخت له (iron deficiency anemia) سره مخ وي. د معدې اسیدي چاپېریال له (pepsinogen) څخه (pepsin) جوړولو کې مرسته کوي کوم چې د پروتین په هضمولو کې خورا اړین ده.
 
دا ناروغي د بدن غړي کمزوري کوي، د انسان یاد یا حافظه کموي، په لارې تګ کې بې نظمي راولي، وهم پیدا کوي، په طبیعت او شخصیت کې بدلون راولي. همداسې د (Vibrio vulnificus) باکتریا پیدا کېدو امکان شته. که چېرې باکتریا هم پیدا نکړي یوازې د معدې کم اسید د خوړو په جذب کې کموالی راوستلای شي لکه د ویټامین C، ویټامین B کامپلیکس او ویټامین k جذب کې کموالی، دمیګنیزیم او زینک جذب کې کموالی. او د خوړو دا ډول کمی انسان له عضلاتي ناروغیو تر د ژوند ګواښونکو ناروغیو پورې اخته کولای شي.
 
د تشخیص لپاره باید (endoscopy) ترسره شي، له دې پرته په ۲۴ ساعتونو کې د معدې د اسیدو د ترشح په اړه د (esophageal pH monitoring) له لارې مطالعه کېدای شي. همداسې د وینې په سیرم کې د (pepsinogen A) ډېره کمه کچه هم د دې ناروغۍ په تشخیص کې مرسته کوي. له دې پرته د (Heidelberg test) ازموینه هم د دې ناروغۍ د تشخیص لپاره کافي ده.
 
که دا ناروغي د (pernicious anemia) لامل شي د درملنې لپاره په رګ کې تذریق کېدونکې ویټامین بي ۱۲ کاریږي. که چېرې باکتریا هم په ګېډه کې پیدا شوې وي د باکتریا لپاره د مکروب ضد درمل لکه (metronidazole, amoxicillin/clavulanate potassium, ciprofloxacin, and rifaximin) کاریږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons