Scabies – سکبیس

سکبیس د پوستکي یو ساري حالت ده او د پیدا کېدو لامل یې د وړې سپږې یا شني له امله ده کوم چې په پوستکي کې ننوځي او په پوستکي کې هګۍ کوي. علایم یې سخت خارښت ده کوم چې په شپه کې زیاتیږي. د سکبیس سپږې یا شني ته سرکوپټ سکې بي اې (Sarcoptes scabiei) نوم اخلي. خپله خوله او مخکینۍ پښې د خپل ځان د تغذیه کولو او د پوستکي په سطحه کې د سوري وېستلو لپاره کاروي چېرې چې خپل هګۍ هم کوي. هګۍ یې له دوه یا درې ورځو وروسته په بچیانو بدلیږي او بچیان یې د پوستکي سطحې ته راوځي او په غټ سکبیس بدلیږي. سکبیس په بدن کې ګرم ځایونه خوښوي لکه د ګوتو منځ، د نوکونو لاندې ځای، د کوناټیو چار چاپېره سیمه، په ښځو کې د سینو لاندې. که چېرې مو ساعت، لاسبند او یا ګوتې په لاس وي د هغو لاندې هم پټیږي.
 
سکبیس څرنګه انتقالیږي
سکبیس ټوپ نشي وهلی او نه الوتلی شي یوازې کله چې دوه کسان اوږدمهاله فزیکي اړیکه یا نزدیکت لري یو بل ته سکبیس انتقالولای شي. که چېرې سکبیس لرونکي کس سره لاس په لاس ستړې مشې وکړو او لاس یې ډېر وخت لاس کې ونیسو سکبیس ترې انتقالیدای شي، د جنسي اړیکې له لارې انتقالیږي، د سکبیس لرونکي کس بستره، ځان پاکی یا جامې کارول هم سکبیس انتقالولای شي.
 
د سکبیس شنی یا سپږه د انسان له بدن څخه بهر له ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو پورې ژوندۍ پاتې کېدای شي. کله چې انسان سکبیس ونیسي نو تر دوه یا درې اوونیو پورې نه پوهیږي او همدا نه پوهېدا نورو د خپرېدو لامل ګرځي.
 
که تاسې غواړی چې په سکبیس د بیا اخته مخنیوی وکړی نو هغه دوه کسان چې دواړه په سکبیس اخته دي خپلمنځ کې دې جنسي اړیکه نه نیسي ځکه چې جنسي اړیکه د درملنې په وخت کې د بیا اخته کېدو لامل ګرځي.
 
د سکبیس د درملنې لپاره کریم کاریږي. پرته له سر څخه په ټول بدن وهل کیږي خو له کارولو مخکې باید ستاسې بدن لوند نه وي او یا هم ګرم نه وي. که چېرې مو په ګرمو اوبو حمام کړی وي نو د بدن تر سړېدو پورې دا کریم مه کاروئ. که چېرې یې په ګرم بدن وکاروئ نو ممکن کریم ډېر ژر د پوستکي لخوا جذب شي او په هغې برخې اغیز ونکړي چېرې چې د سکبیس سپږې سوری کړی وي.
 
مخکې تر دې چې د سکبیس درمل وکاروئ لمړی د تولید د لارښونې پاڼه وګورئ ځکه چې ځینې تولیدونه په مخ، بڼو او داسې نورو برخو هم کاریږي او ځینې پرته له سر په ټول بدن کاریږي.
د کارونې پر وخت ځان مطمن کړی چې په خپلې تناسي الې، د نوکونو لاندې، د تخرګونو لاندې په کوناټیو، د پښو په تلو او د ګوتو په منځونو کې مو هم درمل سم کارولي.
 
کارول شوي کریم یا درمل مو له ۸ تر ۲۴ ساعتونو پورې په بدن پرېږدئ. په دې وخت کې مو که د بدن کومه برخه ومینځله فوري بیا پرې درمل وکاروئ. درمل تر یوې اوونۍ پورې هره ورځ وکاروئ .
 
مخکې تر دې چې درمل مو په بدن وکاروئ لمړی د خوب خونې هغه توکي لکه د بړستنې پوښ، د توشکې پوښ او داسې نور په ۵۰ درجو تودوخه کې ومینزی. که چېرې کور کې ځینې توکي نشی مینزلای نو په پلاستیک کې یې تر ۷۲ ساعتونو پورې بند کړی ځکه چې تر ۷۲ ساعتونو پورې د انسان له بدن څخه بهر د سکبیس سپږه ژوندۍ نشي پاتې کېدای. که کور کې برقي جارو لری نو خپل فرش او قالینې پرې جارو کړئ کنه تر ټولو ښه طریقه قالینو او فرشونو ته لمر ورکول او څنډل دي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons