Acriflavine – اکري فلېوین – اکري فلاوین

یو رنګ ده، د سکرو له قیر څخه تر لاسه کیږي. په کال ۱۹۱۲ کې یو جرمني (Paul Ehrlich) د دې مادې دعفوني ضد ځانګړتیا په اړه څېړنه وکړه او د لمړۍ نړیوالې جګړې پر مهال خورا زېات وکارېده تر څو د خوب د مرض (sleeping sickness) پرازیت ووژني. هایډروکلورایډ او خنثی اکري فلېوین دواړه بې بویه دي، سور نصواري رنګ لري کوم چې په اوبو کې حل کیږي او په اساسي توګه د بدن له پاسه د عفوني ضد مادې په توګه کاریږي، د خولې له لارې د ادرارو د عفوني کېدو ضد په توګه کاریږي. یو وخت د سوزاک (gonorrhea) د درملنې لپاره هم کارېدل خو اوسمهال یې بدیل درمل یوازې او یوازې انتیبیوتیک دي.
antiseptic
عفوني ضد، هغه توکي چې د یوې داسې ناروغۍ مخنیوی کوي کومه چې د مایکرو اورګانېزم یا مایکروسکوپي ژوندیو لامل ګرځي
Sleeping sickness
د افریقایي تریپانوسومیوز (African trypanosomiasis) په نامه هم یادیږي د لمړۍ نړیوالې جګړې پر مهال یوه ناروغي وه کومه چې یو ډول میاشو له یو انسان بل ته انتقالوله؛ دوه مرحلې یې لرلې په لمړۍ مرحله کې انسان تبې نیوه، سر درد کېده، عضلاتي درد یې پیدا کوه، لنفاوي غدې یې پړسېدې، دوېمه مرحله یې له څو اوونیو تر دوه کالو پورې په بدن کې پراخېده او علایم یې په مغز، په شمزي باندې اغیز په خوب کې نا ارامي، شخصیت کې بدلون او ډېر وخت د مرګ لامل کېده
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons