Acrylic – اکریلیک

د ونو ترکیبي کنډ او فایبر ده د کومو سرچینه چې اکریلیک او میتاکریلیک اسید دي. دواړه اکریلیک اسید (CH2=CHCO2H) او میتا اکریلیک اسید (CH2=C[CH3]CO2H) د ۱۹ پېړۍ په منځ کې ترکیب شوي خو له دې ترکیب څخه د لاسته راوړل شوي تولید عملي کارونه په کال ۱۹۰۱ کې د یو جرمني (Otto Röhm) د دوکتورا د څېړنو په راپور کې چې د اکریلیک د استرونو (esters of acrylic acid) د پولیمرونو (polymerized) په اړه وه را څرګنده شوه.
 
سوداګریزه کارونه یې په ۱۹۳۰ لسیزه کې پېل شوه. د اکریلیک اسیدو استرونه پولیمر شول تر څو پولي اکریلېټ کنډ (polyacrylate resins) شکل ته بدل شي کوم چې په اوس وخت کې د اکریلیک رنګ جوړونې اړین جز ده. همداسې میتا اکریلیک استرونه پولیمر شول له کوم څخه چې (polymethyl methacrylate) ماده لاسته راغله, دا ماده یو روڼ یا روښانه د ښیښې په څېر پلاستیک ده. په کال ۱۹۵۰کې د (E.I. du Pont de Nemours & Company) شرکت چې اوسمهال یې نوم (DuPont Company) ده د اورلون (Orlon) په نامه اکریلیک فایبر مارکیټ ته وړاندې کړ.
 
همداسې نور اکریلیک لکه (cyanoacrylate resins) څخه ژر نښتونکي سریښ جوړیږي؛ له (polyHEMA) څخه د نرمې اړیکې لینزونه جوړیږي؛ د (polyacrylamide resins) ماده د ضایع شوو اوبو پاکونې لپاره کاریږي؛ همداسې له (polyacrylate elastomer) مادې څخه د ربړ تولیدونه ترلاسه کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons