Acrylonitrile-butadiene-styrene copolymer – اکریلونیترایل بوتادین سټایرن کوپولیمر

لنډیز یې (ABS) ده، یو سخت له تودوخې سره مقاومت کوونکی د انجنیري پلاستیک ده کوم چې خورا زېات د کورنیو توکو په پوښلو، د سفر بارونو، د پایپونو یا تونلونو په نصبولو او د وړو موټرو په داخلي برخو کې کاریږي. د اې بي اېس د ثبت اختراع په کال ۱۹۴۸ کې وشوه او په کال ۱۹۵۴ کې د (Borg-Warner Corporation) لخوا سوداګریز مارکیټ ته وړاندې شو.
 
کیمیاوي فورمول یې (C8H8)x·​(C4H6)y·​(C3H3N)z) ده یو عام تېرمو پلاستیک پولي لیمر (thermoplastic polymer) ده، د ښیښه اي انتقال تودوخه یې تقریبا(۱۰۵ °C ده، اې بي اېس بې شکله (amorphous) ده او له همدې امله ریښتینی د ذوب ټکی یا د ویلې کېدو ټکی نلري.
 
اې بي اېس یو ټېرپوليمر (terpolymer) ده کوم چې د سټایرن (styrene) او اکریلونیترایل (acrylonitrile) په پولیمر کوونه د پولي بوتادین (polybutadiene) په موجودیت کې رامنځته کیږي. په دې تناسب کې له ۱۵ تر ۳۵ % پورې اکریلونیترایل، له ۵ تر ۳۰ % پورې بوتادین او له ۴۰ تر ۶۰ % پورې سټایرن موجود وي. نیترول ګروپونه (nitrile groups) کوم چې خپله کې همسایه دي یو بل جذبوي او له یو بل سره زنځیر جوړوي کوم چې له کره پولیسټرین څخه اې بي اېس زېات سختوي. سټایرن دې پلاستیک ته ځلېدونکې او د مایع د داخلېدو مخه ډب کوونکې سطحه ورکوي. پولي بوتادین چې یوه ربړي ماده ده سختوالی پکې زیاتوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons