Aciclovir – اې سایکلووېر

په انګرېزۍ کې ورته (acycloguanosine and acyclovir) نومونه هم اخلي. د ویروس ضد درمل (antiviral drug) دي. په اساسي توګه د هرپیس سمپلیکس ویروس (herpes simplex virus HSV)، د چیکېن پاکس ویروس (chickenpox)، او شینګلز ویروس (shingles) د درملنې لپاره کاریږي. نورې کارېدنې یې د سایټو میګالو ویروس (cytomegalovirus infections) او اېپسټېن بار ویروس (Epstein-Barr virus infection) د درملنې لپاره کیږي. اې سایکلووېر درمل د خولې له لارې خوړل کېدای شي، د کریم په توګه د بدن په سطحې کارېدای شي، د تذریق له لارې هم ناروغ ته ورکول کېدای شي.
 
د دې درملو عام فرعي یا زیان رسونکی اغیز (side effects) کانګې یا قی کول، سر درد کېدل، ضعیفي او نا ارامي، اسهال کېدل دي خو سخت یا له خطره ډک فرعي یا زیان رسونکی اغیز یې په پښتورګو کې ستونزه پیدا کېدل, په عصبي سیستم کې بې نظمي, لټ کېدل او تشویشي کېدل او په وینه کې کم پلاکتونه یا پلېټ لېټس (low platelets) دي. د هغو خلکو چې پښتورګي کمزوري دي او یا یې ځیګر کمزوری فعالیت کوي د دې درملو د کارونې پروخت باید د جدي پاملرنې لاندې وي. تر اوسه چې کومو اومیندواره ښځو کارولي کوم زیان یې نده اړولی، که کومه ښځه د کم عمر اولاد لري او خپل اولاد په خپل شیدو تغذیه کوي په دې موده کې د دې درملو کارونه ښځې یا اولاد ته زیان نه رسوي. اې سایکلووېر د نوکلیک اسیدو انالوګ ( nucleic acid analogue) ده او له ګوانوزین (guanosine) څخه جوړیږي او د ویروس د ډي اېن اې په تولید کې کمی راولي. په ټوله نړۍ کې خپل جلا سوداګریز نومونه لري. په کال ۱۹۷۷ کې کشف شوي.
 
اې سایکلووېر د درملو له یوه ترکیبي ګروپ سره تړاو لري کوم چې د نیو کلیو سایډ انالوګ (nucleoside analogs) په نامه یادیږي او په طبیعي توګه له تولیدېدونکي نیو کلیو سایډ سره ورته والی لري (د ار اېن اې او ډي اېن اې د جوړښتونو فرعي برخې کومې چې په حجرو او ویروسونو کې پیدا کیږي). طبیعي نیوکلیوسایډ انالوګ په خپل جوړښت کې ځینې اجزا نلري کوم اجزا یې چې په طبیعي ساري کې شته دي او له همدې امله کله چې د حجرې یا ویروس په جنتیکي موادو کې د تکثیر پر وخت ګډ شي نو د ار اېن اې او ډي اېن اې (DNA or RNA) د نوو رشتو ترکیب ختموي.
 
اې سایکلووېر او ورته نور نیو کلیو سایډ انالوګ مخکې تر دې چې د ویروسي ډي اېن اې په ترکیب کې مېشت شي باید د فاسفیت د ګروپ په اضافه کېدو فعال شي د فعالېدو دې عمل ته یې فاسفوریلېش (phosphorylation) وایي. اې سایکلووېر د ویروسي انزایم کوم چې د تیمیدین کاینېز (thymidine kinase TK) په نامه یادیږي لخوا فاسفوریلېټېد (phosphorylated) کیږي – فاسفوریلیټید کېدل د فاسفیت یو ګروپ په حجره یا ترکیب کې معرفي کېدو ته وایي او له دې لارې درمل په لوړه کچه پکې جذب کیږي. کله چې په (HSV-TK or VZV-TK) ویروسونو کې فاسفوریلېشن (phosphorylation) یا فاسفیت ګروپ معرفي شي نو اې سایکلووېر په اې سایکلووېر ټري فاسفیت (acyclovir triphosphate) بدلیږي او له دې وروسته په ویروسي ډي اېن اې کې ګډیږي او د نورې ډي اېن اې د ترکیب مخه ډب کوي. د بدن په کومو حجرو کې چې ویروس نه وي دا درمل ډېر کم اغیز پرې کوي او یوازې هغو حجرو ته داخلیږي چېرې چې (HSV or VZV) ویروس موجود وي.
 
طبي کارونه
Genital herpes simplex (treatment and prevention)
په تناسلي غړو کې تناسلي هرپیس سیمپلکس (درملنه او مخنیوی)
Neonatal herpes simplex
د زېږېدنې پر وخت کوچني ته انتقال شوی هرپیس سیمپلکس
Herpes simplex labialis (cold sores)
په شونډو اغیز کوونکی هرپیس سیمپلکس
Shingles
شینګلز (د بدن په یوه سیمه کې درد لرونکی بخار)
Acute chickenpox in immunocompromised patients
چیکېن پواکس
هر ډول ایمني کمبود (immunodeficiency) ته (immunocompromised) وایي
Herpes simplex encephalitis
د عصابو په مرکزي برخه کې هرپیس سیمپلکس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons