Adjuvant – اغیز زیاتونکی عامل

په فارماکولوجي یا درملپوهنه او ایمونولوجي کې یو عامل ته وایي کوم چې د نورو عواملو اغیز کې بدلون راولي. اغیز زیاتونکی عامل په واکسین کې هم کاریږي تر څو په ایمني فعالیت کې بدلون راولي، د انټي باډي لوړه کچه تولید کړي، د اوږدمهال لپاره د بدن ساتنه وکړي، د خارجي تذریق کېدونکو توکو کچه کمه کړي. همداسې په واکسین کې د واکسین د اغیز زیاتولو او د د ایمني سیستم د ځانګړو حجرو فعالولو لپاره هم اضافه کیږي د بیلګې په توګه د انټي باډي ترشح کوونکو بي حجرو (B cells) پر ځای د ټي حجرې (T cells) فعالول کومه چاره چې د واکسین له موخې سره تړاو لري. اغیز زیاتونکی عامل مختلف کلاسونه لري او هر یو ایمني فعالیت یا ایمني ځواب مختلفو لورو ته هدایت کولای شي خو تر ټولو عام اغیز زیاتونکي عوامل الومینم هایډروکسایډ (aluminum hydroxide) او پارافین تېل (paraffin oil) دي.
 
همداسې د بې هوښۍ (anesthesia) په درملو کې له عملیات کولو مخکې ناروغ ته خوب راوړونکي درمل (sedative drug) ورکول کیږي تر څو د بې هوښۍ د درملو (anesthetic drug) د کارونې کچه کمه کړي.
 
په ایمونولوجۍ کې اغیز زیاتونکی عامل ایمني سیستم د انټي جین هدف کولو لپاره هڅوي خو په خپله ایمني ځانګړتیا نلري. په بله مانا په ایمونولوجۍ کې اغیز زیاتونکی عامل بهرنیو توکو یا انټي جین ته د بدن عکس العمل لوړوي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons