Adobe – د خښتې جوړونې خاوره

اډوب له هسپانوۍ ژبې اخیستل شوی لفظ ده. په انګرېزۍ کې خښتو، خامو خښتو، له خټو جوړ شوي کور او هغې خاورې ته وېل کیږي له کومې چې خښته جوړیږي. اډوب د کور جوړونې توکي دې چې له ځانګړې خاورې سره اورګانیک توکي ګډیږي. په هسپانوۍ کې خامې خښتې ته وایي. له خاورو جوړه اډوب خښته د تعمیر جوړونې تر ټولو زاړه توکي ګڼل کیږي او په ټوله نړۍ کې کاریږي.
 
په اصل کې اډوب د خاورې او شګې مخلوط ده کوم چې لمر ته وچیږي. له زرګونه کاله یې خلک کاروي. مخکې له لرګیو کورونه جوړېدل خو کله چې لرګي په کمېدو شول خلکو د لرګیو په ځای خاوره او عضوي توکي د کور جوړونې لپاره وکارول. خښته له دواړو سړو او تودوخې سره مقاومت لري. پخوا یوازې لمر ته وچېدلې خو اوسمهال په بټیو کې له وچېدو وروسته پخیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons