Adrenergic drug – ادرېنرجیک درمل

سیمپاتومیمیټیک او ادرېنرجیک امینز درمل (adrenergic amines and sympathomimetic drug) هم ورته وایي. تحریک کوونکی یا هڅونکی ترکیب ده کوم چې د سمپاتیټیک عصبي سیستم (sympathetic nervous system) په اینډو جېنس اګونیسټس (endogenous agonists) باندې اغیز کوي. د سمپاتیټیک عصبي سیستم اساسي اینډو جېنس اګونیسټ
catecholamines (i.e., epinephrine [adrenaline], norepinephrine [noradrenaline], and dopamine)
دي کوم چې د (neurotransmitters) او هورمونونو (hormones) په توګه فعالیت کوي. ادرېنرجیک درمل د زړه د ناڅاپه درېدا (cardiac arrest)، د وینې د ټیټ فشار (low blood pressure) او د هغو کوچنیانو چې له ۳۷ اوونیو مخکې زېږېدلي وي (premature labor) د درملنې لپاره کاریږي. دا درمل په مختلفو میکانیزمونو کې کار کوي لکه په مستقیمه توګه د (postsynaptic receptors) فعالونه، ځینې (neurotransmitters) چې کله له کاره لویږي مخه یې ډب کوي او بیا ځلې یې (reuptake) کوي، همداسې د (catecholamines) تولید کېدنه هڅوي او خپروي.
sympathetic nervous system
خود مختاره عصبي سیستم (autonomic nervous system) په دوه برخو وېشل شوی چې یوه برخه یې (sympathetic nervous system) او بله برخه یې (parasympathetic nervous system) ده. خود مختاره عصبي سیستم په بدن کې پرته له ارادې فعالیت کوي. اساسي دنده یې تیښته یا مقاومت (fight or flight) ده. سمپاتیټیک عصبي سیستم د پارا سمپاتیټیک عصبي سیستم متمم یا بشپړونکی ګڼل کیږي کوم چې بدن تغذیې، د مثل تولید، ارام او هاضمې ته هڅوي. دنده یې د زړه ضربان کې زېاتوالی راوستل، د برانکای تونلونه پراخول (bronchial passages)، د غټې کلمې خوځښت کې کمی رامنځته کوي، د وینې رګونه تنګول (constrict blood vessels) دي.
 
endogenous agonist
په درملپوهنه کې، د یو ځانګړي (receptor) لپاره اینډو جېنس اګونیسټس یو ترکیب ده کوم چې د بدن لخوا په طبیعي توګه تولیدیږي، له (receptor) سره وصل کیږي او (receptor) فعالوي. د بېلګې په توګه د (serotonin receptors) لپاره اینډو جېنس اګونیسټس (serotonin) ده، د (dopamine receptors) لپاره اینډو جېنس اګونیسټس (dopamine) ده.
 
receptor
لمړۍ مانا
یو عضوه یا حجره کوم چې وړانګې، تودوخې او یا بهرني هڅونکو ته د غبرګون یا ځواب وړتیا لري او حسي عصابو ته سګنال لېږدوي
دوېمه مانا
د حجرې په غشا کې د نسج یا مالیکول یوه برخه ده کومه چې انټي جین، هورمون، (neurotransmitter)، یا نورو ځانګړو مادو ته غبرګون ښي
 
neurotransmitters
اینډو جېنس کیمیاوي توکي دي کوم چې (neurotransmission) ممکن کوي. یو ډول پیغام رسونکي کیمیاوي توکي دي چې په (chemical synapse) کې سنګال انتقالوي.
 
synapse
د دوه عصبي حجرو تر منځ د وصل کېدو نقطې ته وایي.
reuptake
کله چې (presynaptic nerve ending) یوه (neurotransmitter) ترشح کړي بېرته جذب کولو ته یې (reuptake) وایي.
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons