AEG J.I

د جرمني دوه وزرې (biplane) برید کوونکې الوتکه وه، د ۱۹۱۷– ۱۹۱۸ کلونو ترمنځ تولید شوې. د ( AEG C.IV) کشف الوتکو پر مخ تللی ډول وو. د ماشین او پیلوټ برخه یې زغره وه، دوه اېل اېم جي ماشیندارې پکې نصب وې، وسله  یې داسې نصب کړې وه چې پیلوټ له خپل کابین څخه نښان پرې اخیستی شو. د الوتکې د دفاع لپاره پرې یوه بله ماشینداره اېم جي ۱۴ هم نصب شوې وه. په لاندینیو وزرو کې یې د دواړو خوا د توازن د کنټرول لپاره (aileron) اضافه شوي وو. د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۶۰۹ وو.
 
کله چې لمړۍ نړیواله جګړه پای ته ورسېده نو دا الوتکې د سپرلۍ لپاره کارېدلې او له بیرلاین څخه یې ویمر ته الوتنې کولې. د هوایي شرکت نوم (Deutsche Luft-Reederei) وو، دا هوایي کرښه د فېبرورۍ په ۵ نېټه کال ۱۹۱۹ کې پېل شوې وه.
الوتکو درې ډلونه لرل د (AEG J.I) ډول د کومې چې د ماشین او پیلوټ برخه زرې وه، د (AEG J.Ia) ډول د کومې چې په لاندې وزرو کې د توازن د کنټرول لپاره (aileron) لرل، د (AEG J.II) ډول د لمړني ډول په څېر یې دوه برخې زغره وه خو په لاندې وزرو کې یې (aileron) هم اضافه شوی وو.
 
اوږدوالی: ۷.۲ متره
د وزرو پراخوالی: ۱۳.۴۶ متره
لوړوالی : ۳.۳۵ متره
د وزرو سطحه  : ۳۳.۱۸ متر مربع
بې وسایلو د الوتکې وزن: ۱۴۵۵ کیو ګرامه
پاور پلنټ   Benz Bz IV 6-cyl. water-cooled in-line piston engine, 149 kW (200 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۵۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په ثانیه کې ۲.۷۸ متره
په شپږ دقیقو کې تر ۱۰۰۰ متره پورې پورته الوتلای شوه
وسله : تر ۶ × ۷.۹۲ اېم اېم پورې او میل یې لاندې لور ته نصب شوی وو
دوه اېل اېم جي ۰۸/۱۵ ماشیندارې
۱ × ۷.۹۲ پارابېلم اېم جي ۱۴ د الوتکې د دفاع لپاره
AEG J.I - Ray Wagner Collection Image (21417553246)
Image by SDASM Archives

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons