Albatros J.I

البتروس جې ای د لمړۍ نړیوالې جګړې پر وخت د جرمني برید کوونکې، زغره لرونکې الوتکه وه، ډیزاین یې د ( Albatros C.XII) کشف الوتکې څخه اخیستل شوی وو. وزرونه او لکۍ یې د ( Albatros C.XII) الوتکې وو خو منځنۍ برخه یا تنه (fuselage) یې نوې جوړه شوې وه. د پیلوټ برخه یې په ۴۹۰ کیلو ګرامه د فولادو په زغرې پوښل شوې وه، ماشین یې زغره نلرله. چار چاپېره یې چوکاټ د لرګي وو او په نیکل باندې پوښ شوی وو. له ۵۰ متره لوړوالي یې پر ځمکني پوځ د برید وړتیا لرله. په لمړي ځل په (Battle of the Lys) جګړه کې وکارېدې. په ۱۹۱۷ کې یې لمړۍ الوتنه کړې، په کال ۱۹۲۱ کې تقاوت شوې او د ټولو تولید شو شمېر ۲۴۰ وو. په کال ۱۹۱۸ کې (Albatros J.II) جوړې شوې او د یادو الوتکو ځای یې په تدریجي توګه ونیوه. له جګړې وروسته دوه اتریش – هنګري وپېرلې خو وروسته پولنډ، ناروې او یوکراین هم وکارولې. د پولنډ او شوروي جګړه کې هم کارېدلي.
 
اوږدوالی : ۸.۸۰ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۴.۱۴ متره
لوړوالی : ۳.۳۷ متره
د وزرو سطحه : ۴۳.۰ مترمربع
بې وسایلو وزن : ۱۳۹۸کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن: ۱۸۰۸کیلو ګرامه
پاور پلنټ : 1 × Benz Bz.IV, 150 kW (200 hp)
زیات نه زیات سرعت: په ساعت کې ۱۴۰ کیلومتره
د سفر د کچې وړتیا: ۳۵۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ: په ثانیه کې ۲ متره
وسله : ۲ × ۷.۹۲ اېم اېم سپاندو ۰۸/۱۵ اېل اېم جي ماشیندارې
په الوتکه کې دوه پیلوټان او یو کتونکی ځاېدل او د کتونکي لپاره پکې ۱ × ۷.۹۲ اېم اېم پارابېلم اېم جي ۱۴ ماشینداره نصب شوې وه.
Albatros J.I
Albatros J.I By San Diego Air & Space Museum

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons