Aermacchi MB-326

سپکه د روزنې جیټ الوتکه ده، په ایټالیا کې طرحه شوې، د دوه پیلوټانو او یو پیلوټ لپاره ډولونه هم لري، له دې پرته برید کوونکی ډول یې هم تولید شوی. په خپل ډول کې یوه ترټولو نامتو سوداګریزه الوتکه ګڼل کیږي. تر لسو زیاتو هېوادونو پېرلي او د جواز لاندې په استرالیا، برازیل او سوېلې افریقا کې تولید شوي. په لوړه الوتنه کې نامتو دي او د ۱۹۶۶ کال د مارچ په ۱۸ نېټه یې تر ۵۶۸۰۷ فټه (۱۷۳۱۵ متره) پورې لوړه الوتنه کړې.
 
جوړونکی شرکت یې (Aermacchi) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۵۷ کال د ډسمبر په ۱۰ نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۶۲ په فېبرورۍ کې پېل شوې، اوسمهال یې کارونه په یو څو هوایي ځواکونو کې محدوده ده. اساسي کارونکي یې (Italian Air Force, South African Air Force, Brazilian Air Force and Royal Australian Air Force) وو، د ۱۹۶۱–۱۹۷۵ کلونو ترمنځ تولید شوي او د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۸۰۰ دی. د ارجنټینا، استرالیا، برازیل، کامېرون، کونګو، دوبۍ، غانا، ایټالیا، پراګوې، سوېلې افریقا، ټوګو، تونس، متحده عرب امارات، متحده ایالتونو، زایر او زامبیا هوایي ځواکونو هم کارولي.
 
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۱۰.۶۵ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۰.۵۶ متره
لوړوالی : ۳.۷۲ متره
د وزرو سطحه : ۱۹ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۲۲۳۷ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Bristol Siddeley Viper Mk.11 turbojet, 11.1 kN (2,500 lbf)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۸۰۶ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۴۴۰۰ فټه
وسله : د وزرو لاندې دوه ۱۲.۷ اېم اېم برونېنګ ماشینګڼې، تر ۹۰۰ کیلو ګرامه یا ۲۰۰۰ پونډه پورې بمونه او راکټونه

RAAF Commonwealth CA-30 (MB-326H) landing at RAAF Air Base Edinburgh
RAAF Commonwealth CA-30 (MB-326H) landing at RAAF Air Base Edinburgh By Daniel Tanner
RAAF Macchi MB-326 No A7-040 1980
RAAF Macchi MB-326 No A7-040 1980 By Nick Thorne

To know more about the picture click here

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons