SIAI-Marchetti SF.260

اوسنۍ نوم یې (Leonardo SF-260) دی. د ایټالیا سپکې الوتکې دي, د پوځي روزنې او هوا کې د اکروباتیکو الوتنو لپاره پلورل کیږي. جوړونکي شرکتونه یې (SIAI-Marchetti, Aermacchi, Alenia Aermacchi, Leonardo S.p.A.) دي، طرحه کوونکی یې (Stelio Frati) وو، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۶۴ کال د جولای په ۱۵ نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۶۶ کال په اپرېل کې پیل شوې او تر اوسه کارول کیږي. اساسي کارونکي یې (Italian Air Force, Turkish Air Force, Mexican Air Force and Philippine Air Force) دي، په ۲۰۰۵ کال کې تر ۸۷۰ زیاتې تولید شوې وې، په ۱۹۸۴ کې د یوې الوتکې ارزښت ۱۸۵۰۰۰ ډالر وو. د بلجیم، بورکینو فاسو، بوروندي، چاډ، کوموروس، اېتوپیا، اندونیزیا، ایټالیا، لیبیا، موریتانیا، مکسیکو، مراکش، فلپاین، تونس، ترکې، یوګاندا، یوروګوې، وېنزوېلا، زامبیا، زمبابوې، بولیویا، بورني، برما، هایتي، ایرلنډ، نیکاراګوا، روحیدیسیا، سنګاپور، سومالیا، سریلانکا، تایلنډ او متحده عرب امارات هوایي ځواکونو هم پېرلي.
 
پیلوټان : یو
اوږدوالی : ۷.۱ متره
د وزرو پراخوالی : ۸.۳۵ متره
لوړوالی :۲.۴۱ متره
د وزرو سطحه : ۱۰.۱ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۷۶۵ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۱۱۰۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Lycoming O-540-E4A5, 195 kW (260 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۴۴۱ کیلو متره
وسله : د وزرو لاندې د وسلې نښلونې دوه برخې لري او هره یوه کې تر ۳۰۰ کیلو ګرامه وزن انتقالول امکان لري
SF260s (12573872633)
SF260s (12573872633) By Rob Schleiffert
SLAF SIAI-Marchetti
SLAF SIAI-Marchetti By Pasanm79
SF-260 cockpit
SF-260 cockpit By SCDBob

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons