Aero L-29 Delfín

د افغانستان هوایي ځواک په ۱۹۷۸ کې ۲۴ الوتکې تر لاسه کړې وې کوم چې تر ۱۹۹۹ پورې بېرته په کباړ بدلې شوې. ناټو یې د مایا (Maya) په نامه پېژني. د روزنې لپاره نظامي الوتکه ده. د چکسلواکیا (Aero Vodochody) شرکت جوړې کړي. د چکسلواکیا لمړۍ الوتکه وه چې خپله یې د هېواد په داخل کې طرحه کړې او جوړه کړې. همداسې د الوتکوجوړولو ځانګړی پروګرام وو چې د شوروي اتحاد له هېوادو بهر هم صادرې شوي.
 
په هغه وخت کې مختلفو شرقي هېوادونو د روزنې لپاره یوې مناسبې الوتکې ته اړتیا لرله او یاد شرکت هڅه وکړه چې یوه خپله طرحه رامنځته کړي او د یادو هېوادونو اړتیا پرې پوره کړي. د ۱۹۵۹ کال د اپرېل په پنځمه نېټه یې لمړنۍ الوتکه چې د ډول نوم یې (XL-29) وو د لمړۍ الوتنې لپاره چمتو کړه. د وارسا غړیو لرونکو هېوادونو یاده الوتکه په چټکۍ سره د ترلاسه کولو هڅه وکړه او له ۱۹۶۰ لسیزې یې د صادرېدو لړۍ پېل شوه.
 
د تولید د پروګرام په اوږدو کې تر ۳۰۰۰ الوتکې چمتو شوې له کومو چې تر ۲۰۰۰ پورې روسې ته انتقال شوې وې چېرې چې د شوروي اتحاد د هوایي ځواک د روزنې لپاره معیاري الوتکې ګڼل کېدې. دواړه ډوله په وسله سمبالې او بې وسلې الوتکې پکې وې. په زړو راپورونو کې وېل شوي چې یادې الوتکې په جګړه کې هم کارېدلي لکه په ۱۹۶۰ لسیزه کې د نایجریا په کورنۍ جګړه کې او په کال ۱۹۷۳ کې د مصر هوایي ځواک لخوا له اسرایلو سره په (Yom Kippur War) جګړه کې کارېدلي.
 
د روزنې او د سپکې برید کوونکې الوتکې په توګه کارېدلي. جوړونکی شرکت یې (Aero Vodochody) دی، طرحه کوونکي یې (Ing. Jan Vlček, Z. Rublič and K. Tomáš) دي، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۵۹کال د اپرېل په ۵ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۶۱ کې پیل شوې، اوسمهال په ډېرو هېوادونو کې تقاوت شوي خو ځینې له کچې وروسته پاتې هېوادونه یې کاروي او یا هم ځینې ټوپکسالارانو سره شته دي. اساسي کارونکي یې (Soviet Air Force, Czechoslovak Air Force, Bulgarian Air Force and Egyptian Air Force ) وو، د ۱۹۶۳–۱۹۷۴ کلونو ترمنځ تولید شوي او د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر تقریبا ۳۶۰۰ پورې وو. د انګولا، جورجیا، ارمنستان، ازاربایجان، بلغاریا، د چک جمهوریت، لوېدیځي جرمني، مصر، غانا، ګینې، هنګري، اندونیزیا، عراق لیبیا، مالي، نایجیریا، رومانیا، سلواکیا، سوریې، یوګاندا، یوکراین، ویتنام، متحده ایالتونو، ارجنټینا هوایي ځواکونو هم ترلاسه کړې وې.
 
پیلوټان : یو محصل او یو روزنکی
اوږدوالی : ۱۰.۸۱ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۰.۲۹ متره
لوړوالی : ۳.۱۳ متره
د وزرو سطحه : ۱۹.۸ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۲۲۸۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۳۲۸۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Motorlet M-701C 500 turbojet, 8.7 kN (1,960 lbf)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۶۵۵ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : دوه ساعت او دېرش دقیقې
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۲۷۵۵ فټه
وسله :د وسلې لپاره د ښلولو بهرنیو برخو کې تر ۲۰۰ کیلو ګرامه پورې مختلف ډوله راکټونه، بمونه، توغندي او ماشینګڼې

L-29 Czech Rep. (22201258776)
L-29 Czech Rep. (22201258776) By Rob Schleiffert from Holland
CF15 L-29 ZK-SSU 050415 01
CF15 L-29 ZK-SSU 050415 01 By Oren Rozen
Aero L-29 Delfin sketch
Aero L-29 Delfin sketch By Kaboldy

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons