KAI T-50 Golden Eagle

د سوېلې کوریا له غږ چټکې، د روزنې لپاره سپکي جنګي الوتکې دي. د سوېلې کوریا لمړۍ له غږ چټکه الوتکه او د روزنې لپاره په ټوله نړۍ کې د یو څو له غږ چټکو الوتکو یوه ده. د جوړونې چارې یې په ۱۹۹۰ لسیزه کې پیل شوي او تر ۲۰۰۲ پورې یې لمړۍ الوتنې ته چمتو کړې وې، تر ۲۰۰۵ کال یې فعال خدمت ته وړاندې کړې. وروسته پکې د هوا بازۍ وړتیاوې یا هم هوا کې د اکروباتیک خوځښت وړتیاوې زیاتې شوې. ډولونو ته یې (T-50B, TA-50, and FA-50) نومونه کاریږي. په دې ډولونو کې د (F-50) ډول د څو موخو لپاره جنګ کوونکې الوتکه ده. د (T-50B) ډول یې د کوریا په هوایي ځواک کې په هوا کې د اکروباتیک خوځښت لپاره کاریږي، د (TA-50) ډول یې د اندونیزیا لخوا د پېرلو وړاندیز ته جوړې شوي، همداسې فلپاین د (FA-50) ډول ۱۲ الوتکو غوښتنه کرې، تایلنډ هم د (T-50) ډول ۱۲ الوتکو وړاندیز کړی او متحده ایالتونو هم په (T-X trainer program) پروګرام کې د کارونې لپاره د (T-50A) ډول وړادیز کړی.
 
جوړونکي شرکتونه یې (Korea Aerospace Industries and Lockheed Martin) دي، لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۰۲ کال د اګسټ په ۲۰ نېټه کړې، کارونه یې د ۲۰۰۵ کال د فېبرورۍ په ۲۲ نېټه پیل شوې، اوسمهال یې اساسي کارونکي (Republic of Korea Air Force, Indonesian Air Force, Philippine Air Force and Iraqi Air Force) دي، په ۲۰۰۸ کال کې د یوې الوتکې ارزښت ۱۲ میلیونه ډالر، په ۲۰۱۱ کال کې د یوې الوتکې ارزښت ۲۵ میلیونه ډالر او په ۲۰۱۲ کال کې د یوې الوتکې ارزښت ۲۵ میلیونه ډالر وو.
 
د جوړونې موخه یې د روزنې لپاره د (T-38 and A-37) الوتکو ځای نیونه وه او د (KF-16 and F-15K) الوتکو لپاره د پیلوټانو روزنه وه. په شکل او ترتیب کې (KF-16) الوتکو ته ورته والی لري. د جوړونې د پروګرام د کوډ نوم یې (KTX-2) ده کوم چې په ۱۹۹۲ کې پیل شوو خو د بودیجې د کموالي له امله په کال ۱۹۹۵ کې وځنډول شو، په کال ۱۹۹۹ کې د الوتکو ډیزاین بشپړ شو او ۷۰% بودیجه د سوېلې کوریا حکومت، ۱۷% د (KAI) او ۱۳% (Lockheed Martin) شرکتونه په غاړه واخیسته.
 
له جوړونې وروسته کې اې ای شرکت هڅه وکړه چې په نړیواله کچه یادو الوتکو ته د پلور مارکیټ پیدا کړي، د ۲۰۰۳ کال په ډسمبر کې یې د ۲۵ الوتکو قرارداد ترلاسه کړ او له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۹ پورې یې یادې الوتکې صادرې کړې. په (T-50) کې د (Lockheed Martin) شرکت AN/APG-67(v)4 رادار نصب ده، ماشین یې (GE F404 engine) ده په کوم چې برېښنایي د تېلو د کنټرول سیستم (Full Authority Digital Engine Control) موجود ده، یاد ماشین (Samsung Techwin) شرکت د اخیستل شوي جواز لاندې تولیدوي.
 
لمړی تولید یې د روزنې لپاره وو خو وروسته یې تولید د روزنې تر پولو واوښته سپک برید کوونکی ډول (TA-50 light attack aircraft) او د جنګي الوتکو ( FA-50 light combat aircraft) ډول یې تولید کړ. د (TA-50) ډول یې تر نورو د وسلو دروند بار ځان کې نښلولی شي. په الوتکو کې د اور کنټرول کوونکی (Elta EL/M-2032) رادار نصب ده. د (TA-50) په طرحه کې یې له هوا څخه هوا ته د توغندیو توغولو وړتیا، د هدایت وړ بم غورزونې وړتیا، له هوا څخه ځمکې ته د توغندیو توغولو وړتیا نظر کې نیول شوې. د (TA-50) ډول یې د اضافي وسایلو د نصب وړتیا هم لري لکه د کشف لپاره وسایل، له بل رادار او مخابراتي سیستم سره د جګړې لپاره برېښنايي سیستم.
 
د (FA-50) ډول یې د نورو ډولونو په پرتله د تیلو اخیستو لوړ ظرفیت لري، پرمختللی برېښنایي سیستم لري، اوږد رادوم او ډېټا لینک لري. رادار یې د اسرایلو د یوه شرکت (EL/M-2032 pulse-Doppler radar) رادار ده کوم کې چې د کوریا (KAI) شرکت ځانګړي بدلونونه رامنځته کړي. دوه ډوله ماشین (Eurojet EJ200) یا (General Electric F414) پکې نصب وي کوم چې له (20000 lb) تر (22000 lb) پورې ځواک لري.
 
د ۲۰۰۸ کال په ډسمبر کې د سوېلې کوریا حکومت کې اې ای شرکت سره قرارداد وکړ چې څلور (T-50) الوتکې د (FA-50) ډول ته بدلې کړي کومې چې تر ۲۰۱۲ پورې چمتو شوې همداسې یې په ۲۰۱۲ کې بل قرارداد وکړ او تر ۲۰۱۴ پورې یې د ۲۰ (FA-50) الوتکو غوښتنه وکړه. یاد شرکت تر ۲۰۱۳ کال پورې ۱.۱ ټریلون ډالرو قراردادونه کړي وو. په ۲۰۱۵ کال کې شرکت د یو بل ډول (KAI-LM T-50 T-X upgrade) جوړونې اعلا وکړ کوم چې د متحده ایالتونو په (T-X program) پروګرام کې د کارېدو لپاره تولید شوې وې او ۲۰۱۶ کال کې د ازموینې لپاره وړاندې کېدې.
 
کتنه
د یادو الوتکو طرحه په لویه کچه د متحده ایالتونو اېف ۱۶ فالکون ( F-16 Fighting Falcon) ته ورته ده، له طرحې پرته یې فعالیت هم یو بل ته ډېر ورته والی لري. د کې اې ای شرکت (KF-16) الوتکې د جواز لاندې جوړولې او کله یې چې د انجنیري تجربه ترلاسه کړه نو په خپلې طرحې یې کار پیل کړ.
د دې شرکت الوتکې تر ۱۴۶۰۰ متره یا ۴۸۰۰۰ فټه پورې لوړه الوتنه کولای شي او د الوتکې د تنې جوړښت تر ۸۰۰۰ ساعته الوتنو پورې دوام کولای شي. د تیلو لپاره څو دانې داخلي ټانکۍ لري او تر ۲۶۵۵ لیتره پورې تیل پکې اچول کېدای شي. پنځه ټانکی د الوتکې د تنې په داخل کې دي او دوه یې په وزرو کې دي. همداسې تر ۱۷۱۰ لیتره پورې اضافي تیل د الوتکې د بهرنۍ برخې په درې ټانکیو کې انتقالولای شي.
 
د (TA-50) ډول یې درې میله لرونکې ۲۰ اېم اېم (M61 Vulcan) ماشینګڼه لري او په داخلې کې نصب ده. د وزرو په څوکه کې (AIM-9 Sidewinder missile) توغندي لري او د وزرو لاندې د مهماتو د نښلونې ځای کې مختلف ډوله وسلې انتقالولای شي. له هوا څخه ځمکې ته ویشتل کېدونکې وسلې یې د (AGM-65 Maverick missile) توغندې او د (Hydra 70 and LOGIR rocket) راکټونه دي له دې پرته د (CBU-58 and Mk-20 cluster bombs, and Mk-82, −83, and −84 bombs) بمونه دي. په (CBU-58 and Mk-20 cluster bombs, and Mk-82, −83, and −84 bombs) ډول کې یې (Rafael’s Sky Shield or LIG Nex1’s ALQ-200K ECM pods, Sniper or LITENING targeting pods) وسلې هم نصب کېدلای شي.
 
عملیاتي مخینه
د ۲۰۱۲ کال د نومبر په ۱۵ نېټه د یادو الوتکو (T-50B) ډول له الوتنې لږ وروسته سقوط وکړ او پیلوټ پکې مړ شو د سقوط کېدو لامل د الوتکې ناسمه پاملرنه او ساتنه وه. د ۲۰۱۳ کال د اګسټ په ۲۸ نېټه د (T-50) ډول د تمرین پر مهال د سوېلې کوریا د کونګ جو ښار سره نږدې سقوط وکړ، دواړه پیلوټان د الوتکې په داخل کې مړه شول، کله چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې نو لامل یې په ډېره لوړه ارتفاع کې د پیلوټانو په پراشوټ کې د ځان غورزونې ناکامه هڅه وه او د الوتکې د سقوط لامل د الوتکې ناسمه ساتنه وه. د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په ۲۰ نېټه د اندونیزیا د هوایي ځواک یوه (T-50i) الوتکه د الوتکو د نندارې پرمهال سقوط شوه، پېښه کې دواړه پیلوټان مړه شول او ممکن لامل یې د پیلوټانو تېروتنه وي. د ۲۰۱۷ کال د جولای په ۱۲ نېټه د فلپاین د هوایي ځواک یوې ( FA-50) الوتکې له هدف څخه ۲۵۰ متره ناسم ځای کې بم وغورزوه او خپل دوه پوځیان یې مړه او ۱۱ ټپیان کړل، له پلټنو وروست یې بېرته د الوتکو یاد ډول ته په اګسټ میاشتې کې د فعالیت اجازه ورکړه.
 
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۱۳.۱۴ متره
د وزرو پراخوالی : ۹.۴۵ متره
لوړوالی : ۴.۹۴ متره
د وزرو سطحه : ۲۳.۶۹ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۶۴۷۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۲۳۰۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ General Electric F404 (built under license by Samsung Techwin) afterburning turbofan
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۶۴۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۳۹۰۰۰ فټه
(Max g limit: -3 g / +8 g)
 
وسله :
 
یوه ۲۰ اېم اېم (General Dynamics A-50 3-barrel rotary cannon) ماشینداره، د مهماتو د نښلونې لپاره ۷ ځایونه لري یو د الوتکې د تنې لاندې برخه کې ده، دوه د وزرو په څوکه کې او څلور د وزرو لاندې دي کوم چې تر ۳۷۴۰ کیلو ګرامه یا ۸۲۵۰ پونډه پورې وزن نښلولای شي.
 
راکټونه
Hydra 70
LOGIR
له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي
AIM-9 Sidewinder
AIM-120 AMRAAM
له هوا نه ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي
AGM-65 Maverick
KEPD 350K-2
بمونه
Mk 82
Mk 83
CBU-97/105 Sensor Fuzed Weapon
Spice-equipped bombs
Joint Direct Attack Munition (JDAM) bombs
Wind Corrected Munitions Dispenser (WCMD)
برېښنایي سیستم
AN/APG-67 (T-50)
EL/M-2032 (TA-50 and FA-50)
Lockheed Martin Advanced Avionics

TA-50- Group Display in ROKAF Airbase
TA-50- Group Display in ROKAF Airbase By Photo by ROKAF (2011)
Lead In Fighter Trainer TA-50 in KAI
Lead In Fighter Trainer TA-50 in KAI By Photo by KAI (2011)
RoKAF T-50 Golden Eagle
RoKAF T-50 Golden Eagle By 대한민국 국군 Republic of Korea Armed Forces
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons