Sukhoi Su-35

نوم یې په روسۍ ژبه (Сухой Су-35) لیکل کیږي او ناټو یې د (Flanker-E) په نامه پېژني. د دوه الوتکو طرحې دي کومې چې د (Su-27) الوتکې د طرحې پر بنسټ جوړې شوي. د یو پیلوټ لپاره د دوه ماشینونو لرونکې الوتکه ده، طرحه کونکی شرکت یې ( Sukhoi Design Bureau) او جوړونکی شرکت یې (Komsomolsk-on-Amur Aircraft Plant) دی.
 
لمړی ډول یې په ۱۹۸۰ لسیزه کې جوړ شو کوم چې په (Su-27) الوتکه کې یوه اضافه وه او یاد ډول د (Su-27M) په نامه یادېده. په لمړۍ الوتکه کې له غټو وزرو مخکې وړې وزرې (canards) او د څو فعالیتونو لپاره رادار اضافه شوی وو او الوتکه یې د څو موخو لپاره الوتکې ته بدله کړې وه خو یوازې یوه چاره پکې پاتې وه او هغه دا چې باید له خپل زیات وزن سره یې چټکه الوتنه او مقاومت کړی وای. لمړۍ الوتنه یې په کال ۱۹۸۸ کې وکړه خو په ورته وخت کې د شوروي اتحاد کې بدلون د الوتکې تولید وځنډوه. وروسته د سوخوي شرکت د یادې الوتکې په طرحه بیا ځلې کار وکړ او الوتکې ته یې د (Sukhoi Su-35) نوم ورکړ تر څو د صادرېدو لپاره وړاندیزونه ترلاسه کړي. د یادو الوتکو لمړۍ ۱۴ تولید شوې الوتکې د نندارې لپاره کارېدې کومو کې چې (thrust-vectoring engines) ماشین لره. په ۱۹۹۰ لسیزه کې د یادو الوتکو (Su-35UB) ډول د روزنې لپاره جوړ شو، دې الوتکې کې دوه پیلوټانو ځای لره.
 
طرحه کونکي یې (Sukhoi Design Bureau) دی، جوړونکي شرکتونه یې (Komsomolsk-on-Amur Aircraft / Production Association) دي، د (Su-27M) ډول یې لمړۍ الوتنه د ۱۹۸۸ کال د جون په ۲۸ نېټه کړې او د (Su-35) ډول یې لمړۍ الوتنه د ۲۰۰۸ کال د فېبرورۍ په ۱۹ نېټه کړې، کارونه یې د ۲۰۱۴ کال په فېبرورۍ کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (Russian Air Force and People’s Liberation Army Air Force) دي، د ټولو تولید شوو شمېر د (Su-27M) ډول څوارلس الوتکې، د (Su-35) ډول ټولې ۸۵ الوتکې چې ۷۱ د روسې لپاره او ۱۴ د صادرېدو لپاره تولید شوي، یوه (Su-35) الوتکه له ۴۰ تر ۶۵ میلیونه ډالرو پورې ارزښت لري. چین او اندونیزیا هم تر لاسه کړي، برازیل هم وړاندیز کړی وو خو د رانیولو تړون ته سره ونه رسېدل.
 
پیلوټان : ۱
اوږدوالی : ۲۱.۹ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۵.۳ متره
لوړوالی : ۵.۹ متره
د وزرو سطحه : ۶۲ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۷۲۰۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۲۵۳۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۳۴۵۰۰ کیلو ګرامه
د تیلو ظرفیت : ۱۱۵۰۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Saturn AL-41F1S afterburning turbofans
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۴۰۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۵۵۰۰۰ فټه
په وزرو کې د وزن ظرفیت : له ۵۰ % تېلو سر په متر مربع کې ۴۰۸ کیلو ګرامه، له ټولو داخلي تیلو سره په متره مربع کې ۵۰۰.۸ کیلو ګرامه
(Maximum g-load: +9 g)
 
وسله :
یوه (30 mm Gryazev-Shipunov GSh-30-1 autocannon) ماشینداره کومه چې ۱۵۰ مرمۍ لري او د الوتکې داخل کې ځای لري، د مهماتو د نښلونې لپاره ۱۲ ځایونه لري چې دوه د وزرو په څوکو کې د توغندیو لپاره دي او لس د وزرو او تنې لاندې دي ټولو کې تر ۸۰۰۰ کیلو ګرامه پورې مهمات انتقالیدای شي.
 
راکټونه
S-25
 
توغندي
 
له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي
8 × R-27RE/TE
R-40
R-60
6 × R-73E
12 × R-77M/P/T
6 × R-74
له هوا نه ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي
Kh-25ML
6 × Kh-29L/TE
3 × 3M-14AE
بېړۍ ضد توغندي
3 × 3M-54AE1
6 × Kh-31A/AD
Kh-35U
5 × Kh-59MK
1 × Yakhont
د مخابراتو او رادار ضد توغندي
Kh-25MP
6 × Kh-31P/PD
5 × Kh-58UShE
بمونه
8 × KAB-500KR TV-guided bombs
8 × KAB-500L laser-guided bombs
8 × KAB-500OD guided bombs
8 × KAB-500S-E satellite-guided bombs
3 × KAB-1500KR TV-guided bombs
3 × KAB-1500L laser-guided bombs
GBU-500 laser-guided bomb
GBU-500T TV-guided bomb
GBU-1000 laser-guided bomb
GBU-1000T TV-guided bomb
برېښنایي سیستم
Irbis-E passive electronically scanned array radar
OLS-35 infra-red search and track system
L175M Khibiny-M electronic countermeasures system

Su-35 (12509727094)
Su-35 By Rob Schleiffert
MAKS Airshow 2013 (Ramenskoye Airport, Russia) (523-02)
MAKS Airshow 2013 (Ramenskoye Airport, Russia) By Vitaly V. Kuzmin

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons