Aero L-39 Albatros

د افغانستان هوایي ځواک هم تر لاسه کړې وې. د لوړ فعالیت لپاره د روزنې جیټ الوتکه ده، په چکسلواکیا کې د (Aero Vodochody) شرکت جوړه کړې، طرحه یې په ۱۹۶۰ لسیزه کې شوې او موخه یې د (Aero L-29 Delfín) الوتکو ځای نیونه وه. د روزنې لپاره لمړۍ جیټ الوتکه وه چې توربوفان پاورپلنټ یا ماشین پکې وکارېده. د نړۍ ډېرو هیوادونو د هوایي ځواک د روزنې لپاره صادرې شوي.
 
وروسته یې د طرحې له بنسټ څخه (L-59 Super Albatros and L-139) الوتکې جوړې شوې په کومو کې چې (Garrett TFE731 engine) ماشین نصب وو. البتروس الوتکې د نړۍ تر ۳۰ هوایي ځواکونو تر لاسه کړې وې. په ۲۰۱۴ کال کې د (Aero Vodochody) شرکت د البتروس اېل ۳۹ الوتکو نوې طرحه جوړه کړه. پخوانۍ الوتکې یې د سپکې برید کوونکې الوتکې په توګه هم کارېدلي.
 
جوړونکی شرکت یې (Aero Vodochody) دی، طرحه یې (Jan Vlcek) کړې، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۶۸ کال د نومبر په ۴ نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۷۲ کال د مارچ په ۲۸ نېټه پیل شوې، اوسمهال یې تولید نشته خو ځینې هوایي ځواکونه یې اوس هم کاروي. اساسي کارونکي یې (Soviet Air Force, Czechoslovak Air Force, Libyan Air Force, Syrian Air Force) وو، د ۱۹۷۱–۱۹۹۶ کلونو تر منځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۹۰۰ ده. د افغانستان، الجیریا، ارمنستان، ازاربایجان، بنګله دیش، بېلا روس، بلغاریا، کمبودیا، کیوبا، د چک جمهوریت، لوېدیځې جرمني، مصر، اېستونیا، ایتوپیا، فرانسې، جورجیا، غانا، عراق، قزاقستان، قرغزستان، لیبیا، لیتوانیا، لاتویا، موزمبق، نایجریا، شمالي کوریا، رومانیا، روسې، سلواکیا، د سوډان سوې، سوریې، تاجکستان، تایلنډ، تونس، ترکمنستان، یوګاندا، یوکراین، متحده ایالتونو، ازبکستان، یمن او وېتنام هوایي ځواکونو هم ترلاسه کړې وې.
 
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۱۲.۱۳ متره
د وزرو پراخوالی : ۹.۴۶ متره
لوړوالی : ۴.۷۷ متره
د وزرو سطحه : ۱۸.۸ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۳۴۵۵ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۴۷۰۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Ivchenko AI-25TL turbofan, 16.87 kN (3,792 lbf)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۷۵۰ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : ۲ ساعته او ۳۰ دقیقې
د پورته ختنې نرخ : په یوه دقیقه کې ۴۱۳۰ فټه
په وزرو کې د وزن ظرفیت : په مترمربع کې ۲۵۰ کیلو ګرامه
وسله : د وزرو لاندې تر ۲۸۴ کیلو ګرامه مهمات

L-39ZA Albatros (cropped)
L-39ZA Albatros By Milan Nykodym
66 L-39 Albatros VH IJC True Blue Reno Air Races 2014 photo D Ramey Logan
66 L-39 Albatros VH IJC True Blue Reno Air Races 2014 Photograph by D Ramey Logan
L-39 Albatros estonian
L-39 Albatros estonian By Avalikarvamus
Aero L-39 ALBATROSS
Aero L-39 ALBATROSS Aero_L-39_ALBATROSS.png: Source: https://airdefense.bliss.army.milderivative work: Malyszkz

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons